Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د طبیعي پېښو کمولو نړیواله ورځ؛ یوناما له افغانستانه د نړیوالو ملاتړ غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له اسلامي امارت سره د همغږۍ او خبرو اترو لپاره ځانګړې کاري ډله جوړه کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/30

په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ(یوناما) په خپره کړې اعلاميه کې د یوې ځانګړې کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړی.

د اعلاميې له مخې، دا ډله به له اسلامي امارت سره د هېوادونو همغږۍ او خبرو اترو ترڅنګ، په افغانستان کې د نشه ‌يي توکو پر وړاندې مبارزه هم څاري.

د اعلامیې یوه برخه:« د دې کاري ډلې د جوړولو پلان د خپلواکې ارزونې د هغو سپارښتنو پر بنسټ دی چې امنیت شورا ته وړاندې شوې؛ ترڅو د افغانانو د ګټو لپاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د لا ثابت، همغږي او منظم تعامل بهیر تعقیب کړي.»

که څه هم د اسلامي امارت چارواکي د دې کارې ډلې په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې يې په وار وار په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د جدې مبارزې ادعا کړې.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د ملګرو ملتونو ترڅنګ ډېرو هېوادونو هم د افغانستان روانو حالاتو په اړه غونډې کړې، خو تر اوسه يي احساسېدونکې پایله نه ده لرلې؛ خو د دې کاري ډلې له فعاليتونو د مثبتې پايلې تمه کېدای شي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « په نړۍ، سیمه، ګاونډ، ملګرو ملتونو او دوحې کې مختلفې غونډې جوړې شوې. همدارنګه د مختلفو هېوادونو له خوا استازي وټاکل شول او افغانستان ته یې سفرونه وکړل، خو د افغانستان لپاره یې هېڅ ډول مثبته پایله نه لرله.»

خو ځينې نور بیا له هېوادونو سره تعامل د اسلامي امارت مسووليت بولي او په خبره يې، دې هدف ته د رسېدو لپاره باید د نړيوالو مشروع غوښتنو منلو ته  چې د ولس غوښتنې هم دي غاړه کېږدي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « باید داسې یو نظام جوړ شي چې ټول افغانان په کې ځان وګوري، ښځو او نجونو ته د کار او ښوونځيو دروازې خلاصې شي. که چېرې دا کمیسیون دا وړتیا لري او بریا ته ورسېږي چې طالبانو ته قناعت ورکړي؛ ترڅو طالبان د نړۍ، اسلامي او ګاونډیو هېوادونو وړاندیزونو ته لبیک ووايي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « که څه هم د نشه يي توکو کرنه تر ډېره پورې کابو شوې ده، خو نړیوال کولی شي خپلو اندېښنو ته د مخامخ خبرو له لارې د پای ټکی کېږدي. ښه خبره دا ده چې دواړه غاړې له دې فرصته ښه ګټه واخلي؛ ځکه که چېرې اسلامي امارت له نړۍ او سیاسي تعاملاتو همداسې لرې پاتې شي، زه فکر کوم دا د افغانستان د خلکو لپاره نور د زغم وړ نه ده.»

که څه هم تر اوسه د دې کاري ډلې د غړیو په اړه مالومات نه دي خپاره شوي، خو د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې درېیمې ناستې د پرېکړو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د اقتصاد په نوم یوه بله کاري ډله هم جوړه شي.

د دوحې درېیمه ناسته د دوو ورځو لپاره د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال د جون په ۳۰ مه او د جولای په لومړۍ نېټه د افغانستان لپاره د ځېنو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې ترسره شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist