Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: له یو شمېر عربي هېوادونو سره به هم ډېر ژر اړیکې عادي او پياوړې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/30

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره په شاوخوا يوه مياشت کې کابل د روسيې، هند، ایران، چین او ازبېکستان د لوړپوړو چارواکو او مل پلاويو کوربه و.

دغو چارواکو د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارت سرپرستانو په ګډون د اسلامي امارت له يو شمېر مهمو مسوولینو او چارواکو سره ليدنې درلودې او ظاهرا یې بحثونه د متقابلو همکاريو پر زياتوالی متمرکز ياد شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له دغو سفرونو خوښ دي او دا تګ راتګ له هېوادونو سره د اړيکو د پراختيا په مانا ده.

مجاهد په دې اړه وايي:« د افغانستان اسلامي امارت ډیپلوماټیکه دستګاه د خپل فعالیت ترڅنګ غواړي له ټولو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې په ډېر ښه حالت کې وساتي. د همدې پالیسۍ له امله، د سیمې هېوادونه دامهال له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو په حال کې دي. د مسکو او ځینو نورو سیمه ییزو هېوادونو اړیکې له افغانستان سره ښې دي او لاهم پرمختګ کوي. وخت په وخت د نړۍ مشران افغانستان ته راځي او د افغانستان مشران د نړۍ مختلفو هېوادونو ته ورځي، دا د دې څرګندونه کوي چې له دغو هېوادونو سره زموږ اړیکې ښه وضعیت لري او نورې هم د پراخېدو په حال کې دي.»

خو پوښتنه دا ده چې په کابل کې له حکومتي چارواکو سره د بهرنيو پلاويو له لوري د بحثونو اصلي محور څه و؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « دا مساله د افغانستان او د افغانستان د خلکو ملي ګټو خلاف ده او جدا ً باید په پام کې ونیول شي چې دغه مسایل په مثمره توګه له نورو هېوادونو سره هم پراخ شي.» 

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته روسيه، چين، ايران او د منځنۍ آسيا ځينې هېوادونه په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره نږدې پاتې شوې، خو سرپرست حکومت یې پر رسميت نه دی پېژندلی.

ځينې شنونکي پر رسميت د سرپرست حکومت نه پېژندنه په خپله د حکومت کم‌ کاري بولي او په خبره يې، دې هدف ته د رسېدو لپاره اړتيا ده چې سرپرست حکومت له نړيوالو سره کړې ژمنې عملي کړي.

د  نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « د رسمیت نه پېژندلو لامل ځینې اختلافي مسایل دي چې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ لاینحل پاتې دي.»

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر عبدالصادق حمیدزوی وايي: « اسلامي امارت باید له هېوادونو سره اړیکې ولري، ځکه له دې تګ او راتګ سره خپله د ډيپلوماسۍ لمنه پراخېږي.»

نړيوالو په ټينګار سره د ښځو او بشري حقونو رعايت، د افغاني ټولنې له بېلابېلو اقشارو د ټولګډونه حکومت جوړول، له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدل، له ترهګرۍ او نشه ‌يي توکو سره مانا لرونکې او واقعي مبارزه او يو شمېر نور موارد د رسميت پېژندنې لپاره د شرطونو په توګه ياد کړي، خو سرپرست حکومت تل ادعا کړې چې دا ټول شرطونه يې پوره کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist