• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ کې به د اوسپنې کان استخراج چارې پیل شي

د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ کې به د اوسپنې کان استخراج چارې پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/30

د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ تودې سیمه کې د اوسپنې کان لومړنۍ اکتشافي او جیوفیزیکي چارې بشپړې شوې او په پام کې ده چې له یوه کال کمه موده کې یې د استخراج چارې هم پیل شي.

ځايي مسوولین وايي، یاد کان ۱۷ کیلومټره ساحه لري او د اوسپنې زېرمه یې ۷ میلیونه ټنه اټکل شوې ده.

د پښتون زرغون اوسپنې کان اجراییه آمر حامد سیرت وايي: « په لومړي پړاو کې لومړنۍ څېړنې دي چې په کې جیولوژيکي څېړنې، توفوګرافي مطالعات، د نقشه بردارۍ او هوايي څېړنې شاملې دي. ورپسې جیوفزیکي څېړنې دي چې تر دې دمه ترسره شوې دي. د جیوفزیکي څېړنو له مخې اټکل شوی چې باید په ۶۰ ټکو کې کیندنې ترسره کړو.»

یاد کان د ۱۴۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۳۰ کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی.

د قراردادي شرکت مسوولان وایي، هوډ لري چې د اوسپنې د استخراج پروسې له پیل وروسته، د اوسپنې ویلي کولو کارخونه هم جوړه کړي، ترڅو په هېواد کې فولاد تولید او داخلي بازارونو ترڅنګ يې بهرنيو بازارونو ته هم صادر کړي.

د قراردادي شرکت رییس غلام قادر صدیقي وايي: « د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت ته زموږ له خوا وړاندې شوي پروپوزل له مخې، ۱۲۴ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالر د ۳۰ کالو په اوږدو کې پانګونه کېږي.»

چارواکي وايي، اوسمهال په هرات کې شاوخوا ۶۰ کانونه شته چې ډېری هغه یې د اکتشاف او یا استخراج په حال کې دي او په کې زرګونه کسان پر کار بوخت دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین حیات الله مهاجر فراهي وايي: « اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت تر ډېره قراردادي شرکتونو ته اړینې اسانتیاوې برابروي. هرڅوک کولی شي راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، هم اجر او ثواب او هم پيسې وګټي.»

د هرات د کانونو او پټرولیم رییس فضل احمد منیب وايي: « په عمومي توګه په هرات ولایت کې د مرمر ډبرو، رخام ډبرو، ډبرو سکرو، مسو، سربو، مالګې او ساختماني موادو تقریبا ً له ۶۰ زیات فعال او غیر فعال کانونه شته دي.»

د چارواکو په خبره، د اوسپنې د دې کان ۵۰ سلنه اوسپنه خالص ده او دا مهال په کې د اکشتافي چارو تر ۱۰۰ زیات اړوند کسان پر کار بوخت دي او د استخراج چارو له پیل سره به د بوختو کسانو شمېر ۱۵۰۰ کسانو ته لوړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist