Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرملین: د ترهګرو له لېست د اسلامي امارت ایستلو پرېکړه نه ده ورستۍ شوې

کرملین: د ترهګرو له لېست د اسلامي امارت ایستلو پرېکړه نه ده ورستۍ شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/28

که څه هم روسیي چارواکو له سرپرست حکومت سره د مثبتو اړېکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی، خو وايي، تر اوسه یې د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د لرې کولو پرېکړه نه ده کړې.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وایي، د ترهګرو له نوملړه د اسلامي امارت په اړه د روسیې د پرېکړې جزئیات به د يادې پرېکړې له وروستي کېدو وروسته اعلان شي.

د سې شنبې په ورځ د روسیې یو شمېر سناتورانو او د مشرانو جرګې (دوما) غړیو چې د يوه دولتي واحد په توګه د روسيې د حکومت په پرېکړو کې رول لري، د دې هېواد پارلمان ته د ترهګرو له نوملړه د طالبانو غورځنګ د ايستلو یوه لایحه وړاندې کړه.

 پسکوف په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته ویلي، مسکو له تېرو درېيو کلونو راهیسې په افغانستان کې له اوسني سرپرست حکومت سره اړېکې ساتلې دي.

هغه زیاته کړې: « دا ډېره مهمه ده چې په افغانستان کې له اوسني سرپرست حکومت او د دې حکومت له مشرتابه سره چې په افغانستان کې واکمن دي، اړیکې ټینګې وساتو. په تېره بیا دا چې دغه هېواد په یوه ګاونډۍ سیمه کې پروت دی.»

د کورنیو چارو وزارت بیا د روسیې د ملي امنیت شورا منشي له خولې ویلي و چې له ممنوعه ډلو د سرپرست حکومت د چارواکو د نومونو لرې کولو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی او په لنډ وخت کې به بشپړ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي: « ښاغلي شویګو ډاډ ورکړ چې د روسیې حکومت د طالبانو تحریک چې پخوا یې اسلامي امارت په دې نوم یاداوه، له ممنوعه ډلو د لرې کولو بهیر وروستیو پړاونو ته رسېدلی. هغه هیله څرګنده کړه چې دا مرحله به په لنډ وخت کې بشپړه شي او له دې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې اړیکې پراختیا ومومي.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندري روډينکو هم ټاس خبري آژانس ته ویلي، که په قانوني ډول په افغانستان کې د سرپرست حکومت چارواکي له تور نوملړه وايستل شي، د کابل او مسکو تر منځ همکاري به نوره هم ورسره زیاته شي.

د چارو څارونکي وایي، روسیه هڅه کوي د افغانستان روان سیاسي او امنیتي وضعیت ته په کتو له سرپرست حکومت او چارواکو سره اړېکې وساتي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « اصلا ً روسیه غواړي د اسلامي امارت چارواکي ځانته نږدې کړي. دوی د خپل سیال لپاره یو هدف او پروګرام لري ترڅو د هغوی حساسیتونه راوپاروي. بله خوا، غواړي طالبان له تور لېسته وباسي، خو دا چې د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړه ده، نو جرئت نه شي کولی، بلکې یوازې اعلانونه کوي، شواهدو او ذهنیتونو ته ګوري چې څه ډول غبرګون ښيي. همدې ته په کتو ورو ورو قدمونه اخلي او دا چې وايي له لېسته یې وباسو، مانا دا چې دوی له ځان سره دا پرېکړه کړې خو حالاتو ته په کتو به عملي ګامونه پورته کوي.»

د دوما له لوري د روسيې پارلمان ته وړانديز شوې لایحې په تصویب کېدو سره مسکو کولی شي، ځینې ممنوعه سازمانونه په لنډمهالي ډول د ترهګرو او ممنوعه سازمانونو له تور لېسته وباسي یا یې د تعلیق په حالت کې راولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist