Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقمل: له رسنیو سره به همکاري لا زیاته کړو

حقمل: له رسنیو سره به همکاري لا زیاته کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/28

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال ضیاالحق حقمل وايي، د کورنيو رسنيو د لا معياري کولو هڅه کوي او په خبره يې په دې برخه کې په خپله له رسنيو او د رسنيو له ملاتړو بنسټونو سره همکارۍ ته چمتو دي.

حقمل دغه څرګندونې یاد وزارت کې پر رسنيو د څار نوي رئيس د معرفي کولو پر مهال وکړې.

حقمل وايي، د تېر په پرتله اوس مهال د کورنيو رسنيو ستونزې کمې شوي، خو په خبره يې د نورو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو په څېر هڅه کوي رسنۍ هم په نړيواله کچه د معياري کېدو بېلګه کړي.

حقمل په دې اړه وايي: « موږ اوس له هغه حالته وتلي یو چې زموږ په رسنیو کې کمزوري موضوعات ډېر وي، اوس هڅه کېږي چې زموږ رسنۍ یا رسنیزې ادارې د مسلمانانو او نړیوالو لپاره یو ښه مثال جوړې شي. څرنګه چې اسلامي نظام الله پاک حاکم کړی او دا به فایق مومي، په تعلیمي ډګر کې به هم له موږ او تاسو خلک راهنمايي اخلي، په اقتصادي ډګر کې به هم اسلامي اقتصاد له موږ او تاسو څخه نمونه اخلي، په سیاست به یې هم اخلي او په رسنیو کې هم.»

د دې وزارت چارواکي دغه راز ټينګار کوي چې کورنۍ رسنۍ او خبریالان دې د موضوعاتو په ټاکنه کې دقت وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو څارنې مشر صفي ‌الله راید وايي: « تر هغو چې له یوه آدرس خبره دقیق نه وي خپره شوې، فرمان نه وي صادر شوی، یوه پرېکړه نه وي شوې، تاسو شایعاتو یا بېځایه خبرو ته پوښښ مه ورکوئ. ځینې مغرضې رسنۍ قصدا ً داسې څه خپروي چې موږ هم ورته حیران پاتې شو.»       

په همدې  حال کې د رسنیو استازي او ملاتړي بنسټونه له سرپرست حکومته اطلاعاتو ته د لاسرسي او همغږۍ په برخه کې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کوي.

دوی د خبريالانو ستونزو ته په کتو ادعا کوي چې لاهم د خبریالانو د ملاتړو په توګه ځینې بنسټونه د خبريالانو حق خوري.

د طلوع نیوز د خپرونو رییس ذبیح‌الله سادات وايي: « د رسنیو له نامه باید ناوړه استفاده ونه شي او د هغو کسانو مخه ونیول شي چې د خبریال او رسنۍ له نامه ناوړه ګټه اخلي.»

د افغانستان د آزادو خبریالانو ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وايي: « موږ یوځل بیا وړاندیز کوو چې که په هر دلیل له خبریال تېروتنه او تخطي کېږي یا له ستونزې سره مخامخ کېږي، موضوع باید د سرغړنو کمیسیون له لارې وڅېړل شي. دا به د رسنیو او نظام ترمنځ د همکاریو یوه ښه روحیه رامنځته کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په دې ورستیو کې ويلي چې په افغانستان کې د درېیو کلونو په تېرېدو سره د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونې ۳۳۶ پېښې یې ثبت کړې دي.

بله خوا، د اسلامي امارت وياند د يوناما دغه راپور د ردولو ترڅنګ وايي، اسلامي امارت د افغان خبريالانو او رسنيو حقونو ته ژمن دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist