Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي همکاریو سازمان او  بریټانوي چارواکو د افغانستان په تړاو خبرې کړې

د اسلامي همکاریو سازمان او  بریټانوي چارواکو د افغانستان په تړاو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/27

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان (او.آی.سي) د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي انډي مک کوبري سره د هېواد پر اړوند مسایلو خبرې کړې.

دې سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، له انډي مک کوبري سره په دې لیدنه کې د دوحې د تېرې ناستې پرمهال د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کېدلو پر مسالې د بحث تر څنګ، د افغانانو د روان اقتصادي او بشري وضعیت ته د رسېدنې پر موضوع هم خبرې شوې.

دغه راز کتنه کې یادو ننګونو ته د رسېدو لپاره له سرپرست حکومت سره بېړنۍ ښکېلتیا، یوه جدي اړتیا بلل شوې.

او.آی.سي زیاته کړې: « دواړو لورو د اقتصادي، بشردوستانه او بشري حقونو په برخه کې د لومړیتوبونو په ګډون له هغو ګڼو ننګونو سره د اغېزناکې مبارزې لپاره د هلو ځلو د یوې برخې په توګه له اوسنیو چارواکو سره د تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ چې دا مهال افغانستان او افغان وګړي ورسره مخامخ دي.»

که څه هم د سیاسي چارو شنونکي د اسلامي هېوادونو د ستونزو حلولو په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان رول کمزوری ګڼي، خو له نړیوالې ټولنې سره د دغه سازمان ښو اړیکو ته په اشارې وایي، له همدې اړیکو په استفادې د اسلامي همکاریو سازمان کولی شي د  اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د ښه والي لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

د سیاسي چارو شنونکی نازک میر زیارمل وايي: « له نورو نړیوالو سازمانونو او نړیوالې ټولنې سره د دې سازمان اړیکې ډېرې بدې نه دي بلکې نړیوال روابط یې ډېر ښه دي. په نړیوال ډګر کې، یا د افغانستان د رسمیت پېژندلو په برخه کې یا هم له نړۍ سره د افغانستان د ستونزو شریکولو په برخه کې، دغه ناستې کولی شي ښه پایله ولري. که چېرې صادقانه ګامونه واخلي، کولی شي له نړۍ سره د افغانستان ډیپلوماټیکې ستونزېتر یوه حده حل کړي.»

بل پلو، یو شمېر نور بیا دغه ډول لیدنې هغه مهال اغېزناکې او ګټورې بولي چې له خبرو اترو ور ها خواعملي بڼه هم ولري.

د سیاسی چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « دولت مردان او په ځانګړې توګه د طالبانو په رأس کې د رهبرۍ کړۍ غړي، دغو نظریاتو او دغو وړاندیزونو ته لبیک ووایي او له نړۍ سره داسې لاره خپله کړي، داسې سیاست پلی کړي ترڅو افغانستان له دې سیاسي انزوا او اقتصادي انزوا ووځي او افغانان د ښه ژوندانه په لور روان شي او افغانستان اقلا ً دولت یې پر رسمیت وپېژندل شي او زموږ نمایندګي په نړیواله اداره کې ورکړل شي، ترڅو افغانستان سره نړۍ کومک وکړي او افغانستان د بازسازۍ پر لور روان شي.»

د اسلامي همکاریو سازمان له دې وړاندې هم د افغانستان د مسایلو په تړاو له ګڼو نړیوالو چارواکو سره لیدنې کړې چې په کې د اقتصادي موضوعاتو ترڅنګ، له  اسلامي امار سره د نړۍ د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو رغېدلو احتمال هم شامل و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist