افغان پیلوټ معین خان وردګ د دوشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۶ مه) د هوايي الوتنو وروستۍ ناسته ترسره کړه چې له بېلابېلو تجربو ډک ۴۰ کلن کاري مزل يې پای ته ورسېده او رسما ً تقاعد شو.
کپټان معین خان وردګ چې له شاوخوا ۴۰ کالو راهیسې د بېلابېلو دولتي او خصوصي هوايي شرکتونو سره د پيلوټ په توګه دنده ترسره کړې، وروستۍ دنده یې د کام ایرهوايي شرکت سره وه چې د همدې شرکت له لوري یې د خدمتونو ستاینه وشوه.
د یاد شرکت مسوولینو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې نوموړي ته ځانګړي مراسم نیولي او وروستۍ ناسته یې د ابو پر پاشلو بدرګه کړه.
همکاران یې نوموړی اصولو او مسلکي کاري برخې ته ژمن کس بولي او وايي، معین خان په دې اوږده موده کې هېڅ راز سختو شرایطو خپل مسلک ته له ژمنتیا نه دی په شا کړی.
معين خان وردګ که څه هم په دې برخه کې د ۴۰ کلنې بریالۍ دندې ترسره کولو له امله خوښ دی؛ خو وايي له همکارانو بېلېدل ورته خواشینونکې او له خپګانه ډکې شېبې دي.
هغه زیاتوي: « زما لپاره دوه خبرې دي، هم خوښ یم او هم خفه. خوښ په دې یم چې هېواد ته مې ۴۰ کاله صادقانه خدمت وکړ. خفه په دې یم چې په دې محیط کې چې ما ژوند کړی، ډېر دوستان او ملګري مې پیدا کړي، له دوی جلا کېدل خامخا درد لري.»
کپټان معین خان وردګ د پیلوټۍ دنده سپېڅلې او له مسوولیت ډکه بولي او په خبره یې ځوان نسل چې دې ډګر ته راځي، باید پوره ژمنتیا ولري.
وردګ زیاته کړه: « طبعا ً په هر کار او مسلک کې ستونزې او تکلیفونه وي، خو ګټې هم لري. زه ځوانانو پیلوټانو ته وایم چې پیلوټي ډېره مقدسه خو ستونزمنه دنده ده او باید په ایماندارۍ یې ترسره کړي.»
دغه افغان پيلوټ چې اوس د یوه متقاعد او مجرب پيلوټ په توګه یادیږي وايي، غواړي په دې مسلک کې ترلاسه کړې تجربې له نورو افغان پیلوټانو سره شریکې کړي، ترڅو تکړه او په کار پوه مسلکي کادرونه وروزي.