Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو نړیواله ورځ ده

د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو نړیواله ورځ ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/26

د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتريخوالی په ټوله نړۍ کې يوه جدي مساله ده. ملګري ملتونه وايي، په هرو لسو دقيقو کې د ياد تاوتریخوالي له امله يوه ښځه وژل کېږي.

په افغانستان کې هم ښځې د بېلابېلو لاملونو له امله له تاوتريخوالي سره مخ دي. کورنی تاوتریخوالی، جبري ودونه، د میراث حق نه ورکول او په کوچینوالي کې واده کول يې ځينې بېلګې دي.

د ښځو د حقونو فعالانې وایي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ښځې له زده ‌کړو، کار، سیاسي او ټولنیز مشارکت هم راګرځول شوې دي.

د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: « د ښځو هغه حقونه چې تر اوسه ترې سلب شوي، باید بېرته ورکړل شي، ترڅو ونه ویل شي چې له دې ډېر تاوتریخوالی په افغانستان کې ادامه لري. باید کوشش وشي چې د ښځو پر وړاندې د دې ډول فرمانونو او احکامو مخنیوی وشي.»

شاوخوا درې کاله وشول چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده ‌کړو او له دوولسم فارغې نجونې تحصیل ته نه پرېښودل کېږي او له ځينو محدودو برخو پرته کار ته هم نه پرېښودل کېږي.

 ډېری کورنۍ د خپلو لوڼو د زده ‌کړو دوام لپاره د هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي.

مژده عزیزي یوه له دغو نجونو ده، هغه وايي، اسلامي امارت باید د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړي.

عزیزي زیاتوي: « موږ د اسلامي امارت له سرپرست حکومت غوښتنه کوو چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي، د ملي او اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، د افغانستان ښځو او نجونو ته کاري فرصتونه لا ډېر کړي.»

دیني عالمان وایي، اسلام د ښځو لپاره ځانګړي حقوق ورکړي او په خبره یې هغه څوک چې پر ښځو تاوتريخوالی کوي له اسلامه خبر نه دي.

دیني عالم شیخ عبدالباري مدني وايي: « کله چې موږ له اسلام  سم تعبیر ولرو، بیا کلتور او عنعنات د اسلام تابع ګرځي. کله چې خلکو ته عملا ً دا وروښودل شي چې اسلام ښځو ته کوم حقوق ورکړي، دا حقوق اعلی دي. هر کله چې موږ دین ته لومړیتوب ورکړو، بیا حقوق تأمین کېدای شي.»

خو سرپرست حکومت وايي، دوی د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي.

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت  ویاند سیف الاسلام خیبر  وايي، په تېرو شپږ میاشتو کې د ټول هېواد پر کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي۲ زره او۵۰۰ پېښې ثبت شوې چې نږدې ټولو ته يې رسېدنه هم شوې ده.

خیبر زیاتوي: « د دې پېښو علتونه بېخي ډېر دي. کولی شو ووایو چې یو دلیل یې بې علمي او جهالت دی، په ټولنه کې هغه پردي فرهنګونه او رواجونه دي چې له مخې یې ښځه ځورېږي او دردېږي.»

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پای ته رسولو نړيواله ورځ، سږ کال د «هېڅ پلمه نشته: د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پای ته رسولو لپاره سره يو موټی شئ» تر شعار لاندې نمانځل کېږي او په همدې موخه ملګرو ملتونو د نومبر له ۲۵مې بیا د ډسمبر تر۱۰مې پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره نړيوال کمپاين پيل کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist