Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران علي رضا بېګدلي د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه

ایران علي رضا بېګدلي د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/26

ایران د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي له دندې لرې او پر ځای يې علي رضا بېګدلي په کابل کې د نوي سفیر په توګه ټاکلی.

حسن قمي د سفیر ترڅنګ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي دنده هم پرمخ وړله، خو علي رضا بېګدلي یوازې سفیر ټاکل شوی دی.

تر دې مخکې امریکا او پاکستان هم د افغانستان لپاره خپل ځانګړي استازي له دندې لرې کړل او پر ځای یې د سفیرانو او بهرنیو چارو وزارتونو له لارې له افغانستان سره خپلې اړېکې مخته وړي.

امریکایي لوري د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي د دندې په تړاو رسنیو ته وویل، په دې هېواد کې روان وضعیت تر پخوا بدل شوی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر هغه مهال زیاته کړې وه، اوس اړتیا لېدل کېږي چې له افغانستان سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سفارت له لارې اړېکې وساتل شي.

په ورته مهال، د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې پاکستان هم د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی آصف درانی له دندې ګوښه کړ.

هغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې وویل، د دراني دنده د سپټمبر پر ۱۰ پای ته رسېږي، خو نور جزئیات یې نه و ورکړي.

په اسلام آباد کې آزاد خبریال طاهر خان وايي، د ده په اند د دراني د ماموریت په دوره کې ښايي، د پاکستان حکومت هغه توقعات پوره نه شول چې د یوه ځانګړي استازي په توګه یې له ده درلودل.

آزاد خبریال طاهر خان وايي: « کله چې دغه موضوع ښکاره شوه، نو د پاکستان حکومت څه علتونه، اسباب او وجوهات ونه ښودل، خو داسې بحثونه وو چې ښايي د پاکستان  حکومت، ریاستي او امنیتي ادارو هغه امیدواري نه وي پوره شوې چې دوی لرله، خو په رسمي توګه داسې څه نه دي ویل شوي.»

که څه هم له افغانستان سره د هېوادونو د ځانګړو‎ استازو پر ځای د سفیرانو پر کچه د اړېکو پاللو په تړاو د سرپرست حکومت چارواکي څه نه وایي، خو د چارو څارونکي بیا وایي، په افغانستان کې روان سیاسي وضعیت تر پخوا بدل شوی، ځکه نو ځینې هېوادونه هڅه کوي چې د استازو پر ځای د سفیرانو له لارې اړېکې وپالي.

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي: « اوس چې د افغانستان لپاره یو شمېر هېوادونه لکه ایران، پاکستان او امریکا خپل ځانګړي استازي لرې کوي، مانا یې دا ده چې افغانستان اوس مهال د دوی مرستو او همکارۍ ته اړتیا نه لري یا دوی خپله ځان ډډې ته کوي. خو دوی خپلې اړیکې د سفیر په کچه او له ډیپلوماټیکو چینلونو ساتي او ادامه ورکوي.»

له تېرو څو لسیزو راهیسې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه وخت ناوخت هڅه کوي چې د افغانستان په تړاو یو ځانګړی استازی ولري.

عزيز معارج په دې اړه وايي، هېوادونه په ځانګړو او پېچلو حالتونو کې هڅه کوي چې ځانګړي استازي ټاکي.

معارج زیاتوي: « د ډیپلوماټیکو اصولو، د نړیوال تعامل او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، کله چې یو هېواد د بل هېواد لپاره خپل ځانګړی استازی د سفیر په توګه یا له سفر سره څنګ کې استوي، دا د ډېرې نږدې همکارۍ او مرستو پر بنیاد کوي، یعنې دا چې دغه هېوادونه له یو بل سره ډېرې نږدې اړیکې لري او یو د بل په قضیو کې دخیل دي. که چېرې ملګري ملتونه یا نورې مسوولې ادارې خپل استازی ټاکي، دا بیا په بحراني حالت کې وي، یانې کله چې جګړه وي او حالات کرکېچن وي، بشري حقونه او ځینې نور مسایل وي، بیا استازی رالېږي چې دا بیا ځانګړې دندې لري او د قضایاوو د حل لپاره خپل راپورونه جوړوي.»

موده وړاندې ملګرو ملتونو هم له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان ښکېلتيا لپاره د يوه ځانګړي استازي د ګومارلو وړانديز وکړ، خو دا وړانديز د سرپرست حکومت له مخالفت سره مخ شو.

 چین او روسیې هم د دې وړانديز له مخې د يوناما په موجوديت کې د افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي ګومارل بې ‌ځايه وبلل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist