Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بغلان کې له سلګونه اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

بغلان کې له سلګونه اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/25

افغاني سرې میاشتې ټولنې د بغلان ولایت په ده ‌صلاح ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د ۳۰ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وکړه.

د دغې ټولنې مسوولین وايي، هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ وېشل شوې دي.

په شمال ختیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس محمد شفیع هجرت وايي:« تاسو نن د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې زرو کورنیو ته د نغدو پيسو د وېش لیدونکي یاست. دغه نغدي مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له خوا جګړه ځپلو کسانو، یتیمانو، کونډو او اړمنو ته ورکول کېږي.»

په بغلان کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې رییس ډاکټرجان محمد موسی ‌زی وايي: « هغه هېوادوال چې معیوب، معلول، کونډې، یتیمان، بېځایه شوي او سېلاب ځپلي یا مستحق وي، مرسته ورسره کېږي. نن ټولټال ۳۰ میلیونه افغانۍ او هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکول کېږي.»

د ده صلاح ولسوالۍ هغو اوسیدونکو چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې دغه نغدي مرستې يې ترلاسه کړې دي، له مرستو خوښيي ښيي او غوښتنه کوي چې افغاني سره میاشت دې له دوی سره په دوامداره ډول مرسته وکړي، ترڅو اقتصادي ستونزې يې هوارې شي.

له مرستې برخمن شوی عبدالمحمد وايي: « دا خلک بېوزله دي او هېڅ نه لري. د دغو مرستو وېش د اړمنو کسانو د اقتصاد ښه کېدو لپاره یوه ښه مرسته ده. له اسلامي امارت مننه کوو چې ښه امنیت یې نیولی او د اړمنو کسانو موندلو لپاره هر کلي ته لاړل او سروې یې وکړه.»

له مرستې برخمن شوی  محمد الله وايي: « له افغاني سرې میاشتې ټولنې مننه کوم چې موږ ته یې ۳۰ زره افغانۍ مرسته راکړه. نن د ده صلاح ولسوالۍ ۱۰۰۰ کورنیو ته مرسته ورکوي. موږ ته یې ځکه دغه مرسته راکړه چې موږ په کورنۍ کې یو تن معیوب لرو. اوس کولی شو په دې پیسو د خپل معیوب درملنه وکړو او د کابل یا مزار روغتونونو ته یې ولېږدوو.»

همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، د ژمي په موسم کې د بېوزلو او اړمنو کورنیو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه یې په بدخشان او بغلان ولایتونو کې نغدي مرستې وېشلې او هڅه کوي څو په دوامداره توګه په نورو ولایتونو کې هم له بېوزلو کورنیو سره  نغدي مرستې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist