په ننګرهار ولایت کې د لبنیاتو جوړولو پر یوه کارخونه شپږ میلیونه ډالره پانګونه شوې او هره ورځ د لبني محصلاتو د توليد لپاره شاوخوا ۲ زره لیټره شيدې پروسېس کوي.
د دغې کارخونې د مسوولینو په خبره، په دې کارخانه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول لسګونه کسان کار کوي او تولید کړي لبنیات یې په جلال آباد ښار کې د پلور ښه بازار لري.
د کارخونې د لابراتوار مسوول عزت الله احمدي وايي: « زموږ د وېش اړوند موټر ګرځي، ځینو سټورونو ته هم خپل تولیدات ورکوو. موږ دلته مختلف لبنیات تولیدوو چې په کې څو ډوله مستې، پنیر، پېروی، کوچ، شړومبې او چکه شامل دي.»
په همدې حال کې، د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، دامهال په دې ولايت کې د لبنیاتو د پروسېس ۴ کارخونې فعاليت کوي چې له ټولو ولسواليو ورته شاخوا ۱۰ ټنه شيدې د پروسېس لپاره ور وړل کېږي. د دوی په خبره، دغه کارخونې تقریبا ً کولی شي چې د ننګرهار د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن وايي: « په ولسوالیو کې هم د شیدو ټولولو کوچني مرکزونه جوړ شوي. په ننګرهار کې هره ورځ تقریبا ًشاوخوا ۱۰ ټنه تولید لرو چې د ننګرهار ولایت لپاره بسنه کوي.»
د لبنیاتي کارخونو مالکان بیا له سرپرست حکومت غوښتنې لري.
دوی وايي، سرپرست حکومت باید په بېلابېلو برخو کې له دوی سره پر مرستو سربېره، له بهر پر واردېدونکو وچو شيدو تعرفه لوړه کړي.
د یوې کارخانې مالک خالد خان نعمت وايي: « موږ اوس هم له لویو ستونزو سره مخامخ یو. که چېرې د وچو شیدو کچه په مقداري توګه راکمه شي، یانې څومره چې د افغانستان اړتیا ده، هغومره را پرېښودل شي او پاتې نورې بندې شي، یا هم تعرفه پرې دومره لوړه شي چې د وچو او تازه شیدو بیه یو شان شي، ترڅو هم مالداران او هم کارخونې په پښو ودرېږي.»
د لبنیاتو د پروسېس کارخونو مالکان دغه څرکندونې داسې مهال کوي چې اوسمهال سرپرت حکومت له بهرنیو هېوادونو پر واردېدونکو وچو شیدو د تعرفې اندازه له ۵ سلنو څخه ۳۰ سلنو ته پورته کړی، خو کارخونه لرونکي بیا وايي، په مقابل کې بهرنیو هېوادونو د وچو شیدو بیې راټیټې کړې چې له امله یې دوی ورسره مقابله نه شي کولی.