د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو هغه ۱۰ تنه ذکر کوونکي په ډزو وژلي چې په یوه زیارت کې راټول شوي وو.
شمشاد ته یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، پیښه د یادې ولسوالۍ په سید پاچا زیارت کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې د اهل تصوف عبادت کوونکي پر ذکر بوخت وو.
په ورته مهال، د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند شېر احمد برهاني په نهرین ولسوالۍ کې د ۱۰ذکرکوونکو وژل کېدو خبر تایید کړی او زیاتوي چې هغوی د جمعې پر شپه د دغې ولسوالۍ د زاړه ښار په یوه جومات کې وژل شوي دي.
برهاني په دې اړه وايي: « د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا د ۱۰ تنه بې ګناه عبادت کوونکو د بې رحمانه شهادت په اړه باید ووایم چې تېره شپه نا پېژانده وسله والو د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې برید کړی. په دې مرموز برید کې د نهرین ولسوالۍ ۱۰ تنه لمونځ کوونکي په داسې حال کې په شهادت رسول شوي چې په یوه جومات کې پر ذکر بوخت وو. باید ووایم چې دغه کسان د ورځې په اوږدو کې د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره په کارونو بوخت وو او د شپې له خوا د عبادت په موخه جومات او خانقا ته راتلل چې له برید سره مخ شوي. د بغلان امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر قاري عبدالغیور خاري وايي، پولیس ځواکونه په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او څو تنه تورن کسان یې نیولي دي. د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.»
د بغلان نهرین ولسوالۍ کې پر ذکر کوونکو دغه وسله وال برید داسې مهال ترسره شوی چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په دایکنډي کې د داعش خراسان ډلې پر شیعه مسافرو برید وکړ او تر ۱۰ زیات کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ.
د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، پولیسو په نهرین ولسوالۍ کې د تېرې شپې برید په تړاو څو تنه نیولي او پلټنې لا دوام لري.
د سیاسي چارو شنونکي دا پيښه غندي او له اسلامي امارت غواړي چې د دې برید عاملین پيدا او مجازات کړي.
د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « د افغانستان خلک باید په دې موضوع باور ولري چې اسلامي امارت باید هرڅومره ژر چې وي، د دې تروریستي برید او بشري ضد جنایت عوامل ونیسي او سزا ورکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د دې ډېر امکان شته چې په دې ناځوانمردانه برید کې هم داعش ډله لاس ولري یا داسې کسان ښکېل وي چې له تصوف سره دوښمني لري. موږ پوهېږو چې تصوف په افغانستان کې اوږدې او تاریخي ریښې لري. د تصوف څو مکتبونه افغانستان څخه راپورته شوي دي. دا خلک هڅه کوي چې زیارت ته ورتګ او ذکر کول له منځه یوسي او یو ډول وچ شریعت او اسلام پر خلکو تحمیل کړي.»
تراوسه په بغلان کې پر عبادت کوونکو د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه یې په تړاو څېړنې بشپړې شوي خو تر دې وړاندې دایکنډي، کابل، بلخ او کندوز کې د ورته بریدونو مسوولیت د داعش خراسان ډلې په غاړه اخیستی و.
د اسلامي امارت ځواکونو ته په افغانستان کې د ځينو بریدونو عواملو اعتراف کړی چې د داعش د خراسان څانګې مشران او غړي د پاکستان د استخباراتي ادارو په مرسته بلوچستان ته انتقال شوي او هلته روزنیز مرکزونه او خوندي پټنځایونه لري.