Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قمي: ایران هڅه کوي د چابهار بندر پراخولو سره افغانستان آزادو اوبو ته لار پیدا کړي

قمي: ایران هڅه کوي د چابهار بندر پراخولو سره افغانستان آزادو اوبو ته لار پیدا کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/21

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دې هیواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دفتر کې ترسره شوې، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې ایران هڅه کوي افغانستان د چابهار سوداګریز بندر د فعالولو او پراخولو له لارې آزادو اوبو ته لار پیدا کړي.

قمي دغه راز ویلي، هېواد یې ژمن دی چې په افغانستان کې د روغتیا او ښوونې روزنې په برخو کې هم خپلې نیمه کاره پروژې بشپړې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد‌الله فطرت د دې لیدنې په اړه وايي: « په دې کتنه کې ښاغلي قمي د ایران او افغانستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د افغان بندیانو د رالېږد بهیر په اړه یې معلومات ورکړل. نوموړي د چابهار بندر د فعالولو او پراخولو له لارې آزادو اوبو ته د افغانستان د لاسرسي په برخه کې د ایران د هڅو یادونه وکړه او دغه راز یې په افغانستان کې د ایران د نیمه کاره روغتیايي او تعلیمي پروژو د بشپړولو ژمنه وکړه.»

همدارنګه، په لیدنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ټولو هېوادونو سره د ښو او نږدې اړیکو د پاللو پر سیاست ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پروړاندې ونه کارول شي.

مولوي عبدالکبیر کابل ته د ایران د عدلیې وزارت د پلاوي سفر ګټور بللی او د زرو افغان بندیانو د رالېږد هوکړه یې ستایلې او د دوام غوښتنه یې کړې.

حمدالله فطرت په دې اړه وايي: « محترم مولوي عبدالکبیر د ایران د سفیر پر مشرۍ راغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ، له ټولو هېوادونو سره د اسلامي امارت د حسنه اړیکو د پالنې پر سیاست ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې نورو ته زیان ورسوي. محترم سیاسي مرستیال کابل ته د ایران د عدلیې وزارت پلاوي سفر ګټور وباله او د زرو تنو افغان بندیانو د انتقال پروسې په اړه شوی تفاهم یې وستایه او د دې بهیر د دوام غوښتنه یې وکړه.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان اوسنی جیوپولټیکي موقیعت دا ایجابوي چې د ایران په ګډون له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.

د دوی په اند، له ایران سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې د افغانانو پر ګټه دي او باید له نورې نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لپاره پراخې شي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « بې له شکه موږ په یوه داسې موقعیت کې ځای لرو چې سره له دې چې له ګاونډیانو سره په اقتصادي او سیاسي لحاظ باید ډېر نېک روابط ولرو، هڅه باید وشي چې افغانستان له ټولې نړۍ سره خپلو ملي ګټو ته په کتو، ښه روابط ولري. زه هیله لرم نړۍ هم د یوه مثبت تعامل له لارې له افغانستان سره خپلې اړیکې جوړې کړي. دا به هم د دوی پر ګټه وي او هم د افغانانو.»

څو ورځې وړاندې د ایران د عدلیې وزارت پلاوي کابل ته سفر درلود چې دلته یې د اسلامي امارت چارواکو سره تر لیدنې وروسته، د زر تنو افغان بندیانو د رالېږد پر پروسې هوکړه وکړه.

افغان لوري د دغې پروسې غوښتنه کړې وه.

اوسمهال زرګونه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور د ایران په زندانونو کې بندیان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist