Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: د اسلامي امارت بریا کې د ولس رول بې مخینې دی

عبدالکبیر: د اسلامي امارت بریا کې د ولس رول بې مخینې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/21

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر غزني ولایت ته د سفر پر مهال په یوه ولسي ناسته کي ګډون کړی، چي موخه یې د ولس او سرپرست حکومت ترمنځ نږدې‌والی ښودل شوی.

مولوي عبدالکبیر په دغه ناسته کي له اسلامي امارت سره په تیره ۲۰ کلنه مبارزه کې د ولس بې کچې همکاري او ملاتړ د اسلامي امارت د بیا واکمنیدو لپاره اساسي ټکي یاد کړل.

هغه زیاته کړې: « موږ په نړۍ کې تر ۴۰ پورې سیاسي استازولۍ لرو. په نړۍ کې زموږ سفارتونه او کونسلګرۍ خلاصې دي. تاسې ورځی او نوم واخلئ، ګاونډ ته ورشئ. ازبېکستان، تاجیسکتان او روسیې سره په تېر اسلامي امارت رسمیت خو څه چې زموږ ورسره کلک مشکلات وو. نن ازبېکستان نه یوازې دا چې موږ سره تعامل په کوم انداز کې ساتې، بلکې داسې دی لکه زموږ مدافع وکیل چې وي، په سیاسي میدان کې زموږ کلک ملاتړ کوي.»

په ناسته کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست مولوي نورالله نوري هم له اسلامي امارت د افغانو ملاتړ په ټوله نړۍ کي بي ساري یاد کړ او ويې ویل، په ډېرو کمو امکاناتو یې د نړۍ ستر قدرتونه مات کړل.

نوري په دې اړه وايي: « زه دا مثال په نړۍ کې نه لرم. په افغانستان کې چې ملت له نظام سره متحد ده، په افغانستان کې چې دغه ولسونه د نظام تر شا ولاړ دي، دا مثال په نړۍ کې څوک نه شي راکولی.»

په همدي حال کي د غزني ولسونه هم د اسلامي امارت کړنې ستايي او تر څنګ یې غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې د ولس اساسي حقونو ته پاملرنه وکړي.

د غزني یو تن اوسېدونکی وايي: « نو دولت دنده لري چې امنیت، عدالت، آزادي، رفاه او نظم او همدارنګه الله (ج) ته د مسلمانانو د تقرب زمینه په هېواد او ولایتونو کې چمتو کړي.»

د ولسونو د غوښتنو ترڅنګ، د غزني اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر جلال زاهد هم د غزني ځوانانو اساسي ستونزې د غونډې ګډونوالو ته واورولې.

هغه زیاته کړه: « که د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په ایجاد کې داسې یو پلان او برنامه جوړه شي چې ځوانان وکولی شي په هغو کې ابتکارات او خلاقیت وکړي.»

د یادولو ده چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر به د غزني له حکومتي چارواکو او د بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره هم ناستې ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist