کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي زده کړیالان را ټول شوي او د یوي غونډې پر مهال د رسنیو او حکومتي ادارو د مسوولینو په توګه رول تمثيلوي.
دوی د دې تمثيل موخه د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې يادوي او په خبره يې، په دې توګه غواړي خپل زده کړي مهارتونه په عملي توګه تمثيل کړي.
زده کړیالان غوښتنه کوي چې په پوهنتونونو کې دې پر زده کړیالانو د نظري زده کړو تر څنګ عملي برخه کې هم کار وشې، ترڅو له فراغت وروسته په بشپړه مسلکي توګه ټولنې ته وړاندې شي.
د سید محمد صحرابي په نوم زده کړیال وايي: « زده کړیالان په دې پوه شول چې خپلې نظري زده کړې په عمل کې پلې کړي. د نني پروګرام عمومي موخه د زده کړیالانو د نظري او عملي زده کړو سره نښلونه ده.»
یو بل زده کړیال زلمی ځلاند وايي: « په دې برخه کې دولتي او خصوصي سکټورونه کافي ونډه ولري او زده کړیالانو ته دا فرصت برابر کړي چې هغه لوست چې دوی یې په تیوري برخه کې کوي، په عمل کې یې پياده کړي. دغه کار د زده کړو په جریان کې مهم رول لوبوي.»
په ورته مهال، د پوهنتون استادان وايي، له دې کار يې يوه موخه دا هم ده چې په عملي توګه د زده کړیالانو ظرفيت لوړ شي.
د دوی په خبره، ژورنالېزم یو سپېڅلی مسلک دی او باید په دې برخه کې پر زده کړیالانو زیات کار وشي.
د پوهنتون استاد بابکرخېل وايي: « زموږ د نن ورځې د پروګرام موخه د زده کړیالانو د عملي ظرفیتونو لوړونه ده. د دې ترڅنګ چې زده کړیالان له نظري پلوه زده کړې کوي، باید موضوعات په عملي بڼه هم زده کړي. د مطبوعاتي کنفرانس شبیه سازي د رسنیو په اړه یوه مهمه برخه ده.»
هڅه مو وکړه په پوهنتونو کې د زده کړیالانو د ظرفیت لوړولو په اړه د لوړو زده کړو وزارت نظر هم ولرو خو وياند يې زموږ اړيکې ځواب نه کړې.
له دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ويلي و چې په پوهنتونونو کې د زده کړیالانو ظرفیت لوړونه د دې وزارت په کاري لومړېتوب کې ځای لري او په دې برخه کې ډېر کار شوی.