Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترابي: مرستې باید په سیاست پورې ونه تړل شي

ترابي: مرستې باید په سیاست پورې ونه تړل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/21

له طبیعي پېښو زیانمنو شویو کورنیو ته د ژمنیو مرستو د وېش په دوام، کابل کې یو ځل بیا شاوخوا ۵۰۰ اړمنو کورنيو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې  لپاره د چمتووالي ملي ادارې په همکارۍ، د کډوالو نړیوال سازمان له خوا، نغدي مرستې او ژمني توکو ووېشل شول.

چارواکي وايي، دواړو ملي او نړیوالو ادارو د ټول هېواد پر کچه پر ۱۷ زره اړمنو کورنیو د ۳.۵ ميليونه ډالرو په ارزښت، د ژمنیو توکو او نغدي مرستو د وېش بهير پيل کړی.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې  لپاره د چمتووالي ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي وايي: « نن په کابل کې ۴۲۳ کورنیو ته مرستې ووېشل شوې او په نورو ولایتونو کې تقریبا ً نیم افغانستان ته مرستې وېشل شوې دي او پلان دی چې تر جنورۍ پورې دا مرستې ټولې ووېشل شي او هر ولایت ته ورسول شي. کله چې ما له دوی سره تفاهم نامه لاسلیک کوله، یاد مې دي چې د څه باندې ۳.۵ میلیونو ډالره مرستې وې.»

ملا ترابي په هېواد کې د بېوزلۍ کمولو لپاره د نړيوالو له لوري اوسنۍ بشري مرستې کافي نه بولي او زياتوي چې د اړتيا لوړېدو ته په کتو دې مرستندويان له افغانانو سره د کېدونکو مرستو اندازه هم زياته کړي.

ترابي زیاته کړه: « له بده مرغه دا موضوع ریښتیا ده، موږ ته ځینې وختونه وېل کېږي چې موږ له تاسو سره په کافي اندازه مرستې نه شو کولی او یوازې په بشري اړخ کې مرسته کوو هغه هم نیمګړې. د دوی د کار لامل د اسلامي امارت رسمیت نه لرل بولي. خلک له دې اړخه په تشویش دي او دا زموږ غوښتنه ده چې په بشري مرستو کې سیاسي موضوعات ورګډ نه کړي.»

په ورته مهال، په دې غونډه کې د کابل مرستیال والي محمد یونس خالص وایي، اقتصادي وده او د بې روزګارۍ کمول د سرپرست حکومت په لومړیتوب کې دي او ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت د کاري فرصتونو رامنځته کولو هڅه کوي.

خالص زیاتوي: « په ټوله کچه د اسلامي امارت هڅې روانې دي. تاسو ته مالومه ده چې ډېرې داسې پروژې روانې دي چې ګڼ شمېر هېوادوال په کې پر کار بوخت دي؛ لاهم کوشش روان دی چې نورو ته هم د کار زمینه برابره شي.»

په ورته وخت کې، اړمنې کورنۍ او خلک د مرستو ترلاسه کولو له امله خوښ دي، خو پر دوام يې د ټينګار ترڅنګ له سرپرست حکومت غواړي چې کاري فرصتونو ورته برابر کړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالمنان وايي: « که دوی له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي، دا به ډېر ښه کار وشي؛ ځکه چې ډېر خلک بېکاره دي او باید خلکو ته د کاروبار زمینه برابره شي.»

د ملګرو ملتونو ملتونو وروستۍ شمېرې ښيي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د خلکو اړتيا د تېر پرتله ډېره لوړه شوې.

د دغه سازمان د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) د موندنو له مخې، روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist