Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وشوې

کابل کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وشوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/20

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې د خپلو مرستو د وېش په لړ کې، یو ځل بیا  کابل ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

د دې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي د مرستو د وېش پرمهال وايي، په دې مرستې کې پر بېلابېلو خوراکي توکو سربېره، د ژمي پرمهال د ماشومان د ګرم ساتلو ځينې وسايل هم شامل دي.

ترابي زیاتوي: « زموږ د ادارې له خوا نن یو ځل بیا ۵۰۰ راشنه چې په ترکیب کې یې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې او دری قلمه ژمنۍ البسه شامل دي، نن هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په کابل ښار او ولسوالیو کې متضرر شوي دي. دا سلسله جاري ده او له موږ سره نور مواد هم شته او خلکو ته یې وېشو.»

په هېواد کې د وروستيو لسېزو جګړې، اقلیمي بدلون، طبیعي آفتونه او د کاري فرصتونو کموالی هغه لوی لاملونه دي چې لوږه او بېوزلي يې ډېره کړې.

ترابي د بېوزلۍ کچې ته په پام وايي، له بېلابېلو مرستندويه ادارو سره يې په کابل او ولايتونو کې د طبیعي پېښو له امله زيانمنو شویو ته د مرستو رسولو لپاره د ۱۰۰میليارده افغانيو په ارزښت هوکړې لاسليک کړې او له يادو بنسټونو غواړي چې د افغانانو اړتيا ته په کتو سره دې يادې مرستې نه سياسي کوي.

هغه په دې اړه وايي: « دا مرستې چې هرڅومره را ډېرې شي، بسنه نه کوي. موږ یو ځل بیا پر نړیوالو، ملي تجارانو او ډونرانو باندې غږ او غوښتنه کوو، که دوی په هره برخه کې مرستې کوي، که دا بنیادي وي، که خوراکي یا نغدي، دلته اړتیا خورا زیاته ده.»

د طبيعي پېښو له امله ځينې زيانمن شوي خلک، ترلاسه کړې مرستې د محدود وخت لپاره کافي بولي، خو د ستونزې د دايمي حل لپاره له سرپرست حکومته د کار غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکی محمد صبور وايي: « دا مرستې له لس پنځه لس ورځو زیات دوام نه کوي. موږ به تر کومه مرستو ته ناست یو. موږ ته دې کار او روزګار پيدا کړي. دا ټول راغلي کسان د کار کولو وړتیا لري. موږ ته دا مواد لکه زهر دي او تر څو به مو بل ته لاس نیولی وي، دا هېڅ هم نه دي.»

د نبي ‌الله په نوم د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: « د دې مرستو په ځای باید خلکو ته کار پیدا کړي او کارخانې جوړې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وايي، کویټ له افغانانو سره ۵۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته کړې.

د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، دغه مرسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له صندوق سره شوې او په بېړنيو حالاتو کې به له زيانمنو شويو افغانانو سره د مرستې په موخه ولګول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist