Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چینايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

چینايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/20

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ اسلام آباد ته د خپل سفر پر مهال د یاد هېواد له چارواکو سره کتلي.

اعلامیه زیاتوي، نوموړي د دوشنبې په ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنې بلوڅ او د دې وزارت د افغانستان او لوېدیځې آسیا له مسوول احمد نسیم ورایچ سره کتلي او د یوه سوله ‌ییز او با ثباته افغانستان لپاره يې د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول ټینګار کړی.

د اعلامیې یوه برخه:« د افغانستان لپاره د چین ځانګړی یوشیایونګ د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنې بلوچ سره وکتل. هغه د افغانستان او لوېديځې آسيا د بهرنيو چارو له مرستيال احمد نسيم ورایچ سره هم مفصلې مشورې وکړې. دواړو لوریو د یوه سوله ‌ییز او باثبات افغانستان لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.»

خو د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرچينو منلې چې د پاکستان حکومت د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) او نورو ډلو د موجوديت په اړه اسناد او مالومات شریک کړي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې اسنادو کې ښودل شوي چې د يادو ډلو موجوديت له امله افغانستان سيمې ته تهديد دی او د پاکستان په ګډون د نړيوالو ټولنې له غوښتنو سربېره يې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سرچينو په ټکو، د موجودو ډلو په اړه اقدام نه دی کړی.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دا کارونه د دې لپاره دي چې دوی زموږ معدنیات، زموږ اوبه او زموږ هرڅه لوټ او په خپلو بانکونو کې ځای پرځای کړي. همدارنګه دوی هڅه کوي زموږ له جغرافیې د خپلو نیابتي او استخباراتي جګړو لپاره ګټه واخلي، له نړۍ او ګاونډیانو سره دوه ګونې لوبه وکړي. نو، دا خپله پاکستان دی چې د تروریزم مفکوره یې رامنځته کړې، ډلې ټپلې یې جوړې کړې او غواړي د سیمې له هېوادونو د همدې آدرس له لارې پیسې واخلي. زه ویلی شم، د تروریزم مور او پلار، د غربي نړۍ د پیسو او فکر ایجادوونکی او پلي کوونکی د پاکستان استخبارات دي.»

ځینې نور بیا په دې اند دي چې پاکستان په ځلونو په نړيوالو سټېجونو همدا اندېښنې مطرح کړې او په خبره یې د دې هېواد اصلي موخه دا ده چې په افغانستان کې پانګونې ته د چين لېوالتيا کمه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا چې پاکستاني چارواکي په بېلابېلو سټېجونو کې دا خبرې کوي چې افغانستان د ترهګرو ټاټوبی دی، ټي.ټي.پي په افغانستان کې دی او د پاکستان پر وړاندې یې لمسوي، د دې ټولو موخه دا ده چې افغانستان په نړۍ کې یو نا امن هېواد وښيي. دا سړی اوس له چین راغلی او له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي، لویه اندېښنه یې دا ده چې څنګه کولی شي د چین پاملرنه افغانستان څخه پاکستان ته واړوي او افغانستان د یوه تروریستي هېواد په توګه معرفي کړي.»

د افغانستان سرپرست حکومت د دې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي، خو  د دوشنبې پر ورځ يې د بېجينګ د خبرو اترو له مرکز سره د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی.

د چين ځانګړي استازي په افغانستان کې د ۲۰ وسله ‌والو ډلو د موجوديت ادعا کړې، خو د اسلامي امارت دا ادعا بې اساسه ګڼي او يو ځل بيا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist