• English
  • پښتو
  • دری
۱۴۰۴/۳/۲۸
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي د روغتیا نړیوال سازمان استازې ته؛ د افغانستان روغتیايي سیسټم ملاتړ وکړئ

متقي د روغتیا نړیوال سازمان استازې ته؛ د افغانستان روغتیايي سیسټم ملاتړ وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/20

د روغتیا نړیوال سازمان د ختيځې برخې مشرې هېواد ته له رسمي سفر وروسته، په جلا لیدنو کې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال ترڅنګ، د بهرنیو چارو او روغتیا وزارتونو له سرپرستانو سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د یاد وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له حنان البلخي سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سکټور د تجهیز او تقویې تر څنګ، د درملو په برخه کې د صحي سکټور او مرکزونو د سمبالولو او تمویل غوښتنه کړې.

متقي د پولیو او نورو ساري ناروغیو سره پر ګډې مبارزې د ټینګار غوښتنه هم کړې او د دې ناروغیو د تشخیص او معاینې په برخه کې یې د لابراتوارونو پر جوړېدو ټینګار کړی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل وايي: « همدارنګه امیرخان متقي د ډبلیو.اېچ.او له مسوولینو وغوښتل چې په افغانستان کې داخلي روغتیايي سیسټم تجهیز او تقویه کړي او په دې برخه کې د کورني روغتیايي مرکزونه غښتلي کړي ترڅو د افغانستان صحي مرکزونه تمویل او افغانان له صحي پلوه پرځان بسیا شي.»

همدارنګه، په دې لیدنه کې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي اسانیتاوو د برابرولو پر سر د بحث ترڅنګ د روغتیا نړیوال سازمان د ختيځې برخې مشرې په افغانستان کې له داخلي روغتیايي بنسټونو سره د ښکېلتیا او د تقویې او تجهیز ژمنه کړې.

بل پلو، د روغتیا وزارت سرپرست له نوموړې سره له کتنې سربېره، د یونېسف د ختیځې برخې له مشر او د بیل ګېټس بنسټ استازي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو پر پراختیا، د پولیو واکسین په برابرولو، د خوارځواکو ناروغانو د درملنې او د ساري ناروغیو پر کنټرول او ورته مسایلو خبرې کړې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دغو کتنو په اړه وايي: « په دې لیدنه کې پر بېلابېلو مواردو بحث ترسره شو. یو هم په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا او د دې ترڅنګ د پولیو واکسین او د دې ناروغۍ د مخنیوي اړوند هڅو پر پیاوړتیا خبرې وشوې. د لویو لارو په اوږدو کې چې د روغتیايي مرکزونو اړتیا ده، د هغو پر جوړېدو خبرې وشوې او همدارنګه د خوارځواکو ناروغانو د درملنې او د دې ناروغۍ د مخنیوي او سروې په اړه هم خبرې ترسره شوې دي.»

له بلې خوا، ډاکټران وايي، دامهال په هېواد د درملو کمښت ترڅنګ د سرطاني او قلبي ناروغیو په څېر د پېچلو ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې د امکاناتو او اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

دوی له همدې کبله ورته ناستې په روغتیايي سیسټم کې د شته ستونزو او نیمګرتیاوو د هواري لپاره ګټورې بولي.

ډاکټر کمین ساپي وايي: « موږ اکثرا ً د صحت په سکټور کې د ماشینري کمبود لرو چې د ځینو امراضو د درملنې او تشخیص لپاره ورته اړتیا لرو؛ خو له بده مرغه د تېرو جګړو او ناورینونو له کبله زموږ اکثریت ماشینري فلج شوه او دغه راز د اولیه ناروغیو د تشخیص لپاره ماشینرۍ ته اړتیا ده چې باید پوره شي.»

ډاکټر عبدالرزاق احمدزی وايي: « موږ د سرطاني ناروغیو لپاره فعالې شفاخانې او د تشخیص مرکزونه نه لرو. په دې برخه کې خلک له ستونزو سره مخ دي او نورو هېوادونو ته ځي. دویمه خبره د قلبي ناروغیو ده. په دې برخه کې هم خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي او ډېر کار نه دی شوی.»

دا په داسې حال کې ده چې له یو شمېر پرمختګونو سربېره افغانان او په تېره بیا د لرو پرتو ولایتونو او سیمو خلک روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو، درملو، روغتیاپالانو او نورو لومړنیو اسانتیاو ته چې د هر افغان حق ګڼل کېږي، لاسرسی نه لري او له دې امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په روغتیايي سکټور کې شته نیمګرتیاوې او په دې تېره بیا د روغتیاپالانو د کمښت ستونزه داسې مهال ده چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې نجونې له زدکړو د نجونو د راګرځولو مساله ښايي په راتلونکي کې دغه ستونزه څو چنده نور هم لوړه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی
روغتیا

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي
روغتیا

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

جون 16, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده
روغتیا

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist

    - Select Visibility -