Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بدري: د کانونو استخراج  برخه کې د پانګونې پروسه ساده شوې

بدري: د کانونو استخراج  برخه کې د پانګونې پروسه ساده شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/20

د کانونو او پټرولیم وزارت، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ترمنځ د اداري پروسې ساده کولو هوکړه لاسلیک شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي، د دې هوکړې له مخې به په کانونو کې د پانګونې په برخه کې یو لړ پروسې ساده شي.

هدایت الله بدري وايي، د لوی مقیاس کانونو په برخه کې به له دې وړاندې پانګوال له ۲۲۸ مراحلو تېرېدل، خو اوس دغه پروسه ساده شوې او یوازې ۹۵ پړاونو ته راټیټه شوې.

د بدري په خبره، په کوچني مقیاس کانونو کې هم د پانګوالو لپاره پروسه ساده شوې او اوس مهال ۱۱۱ پړاوونه ترې کم شوي دي.

هغه په دې اړه وايي:« له دې مخکې پانګوالو د پانګونې لپاره د لوی مقیاس کانونو په برخه کې ۲۲۸ قدمونه او د کوچني مقیاس کانونو په برخه کې ۱۷۸ قدمونه طی مراحل کول. له نېکه مرغه د کانونو او پټرولیم وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ګډو هڅو په پایله کې د لوی مقیاس کانونو ۲۲۸ قدمونه ۹۵ قدمونو ته او د کوچني مقیاس کانونو ۱۷۸ قدومه ۶۷ قدمونو ته راټیټ کړل. د یادونې وړ ده چې د لوی مقیاس کانونو په برخه کې ۱۳۳ قدمونه او د کوچني مقیاس کانونو په برخه کې ۱۱۱ قدمونه حذف شول.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره وايي، تر اوسه یې په ګڼ شمېر وزارتونو کې د چارو د ساده کولو پروسه تطبیق کړې او څه باندې ۷۰۰ پروسې یې ساده کړې دي.

د دغې ادارې سرپرست شهزاده نور راشد په خبره، له دې کار سره تر ډېره د خلکو ستونزې حل او چارې ګړندۍ شوې دي.

راشد زیاتوي:« د ساده سازۍ برخه د نظام په سطح، کله چې اسلامي امارت په دې خاوره حاکم شوی، تر اوسه تقریبا ً په لسو وزارتونو او ادارو کې ۷۰۸ پروسې ساده کړې دي.»

د چارو د ساده کولو پروسه د ولسي باور رامنځته کولو لپاره ګټوره بلل کېږي.

د چارو ادارې سرپرست نور الحق انور وايي، له دې سره د چارو د معیاري کېدو ترڅنګ روڼتیا او شفافیت هم رامنځته کېږي.

انور په دې اړه وايي:« د چارو د ساده سازۍ پروسې د تتمیم او اختتام په سلسله کې دا یقینا ً ښه قدم دی چې اخیستل شوی. د شفافیت، معیاریتوب او باور زیاتېدو او خلکو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو په لور لوی پرمختګ دی. دا نظام ته هم په ګټه دی او هېوادوالو ته هم.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د چارو ساده کولو پروسه د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو، ښاروالۍ او ګڼ شمېر نورو حکومتي ادارو کې روانه ده چې موخه یې هم د چارو ساده کول او خلکو ته اسانتیاوو برابرول، بلل شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist