Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوتریش: د دوحې ناسته د ا.ا رسمیت پېژندنې لپاره نه وه جوړه شوې

Berlin, Germany - November 04: Antonio Guterres, High Commissioner for Refugees of UNHCR, attends a press conference in german foreign office on November 04, 2015 in Berlin, Germany. (Photo by Michael Gottschalk/Photothek via Getty Images)

ګوترېش صنعتي هېوادونو ته؛ د اقلیم بدلون له اغېزمنو هېوادونو سره مرسته وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/19

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په برازیل کې یوې غونډې ته د وينا پرمهال له بډايه هېوادونو غوښتي چې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د له بېوزله هېوادونو سره مالي مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې،  د اقليمي بدلون له امله اغېزمن شوي هېوادونه له ياد کړکېچ سره د مقابلې لپاره مرستې ته اړتيا لري.

افغانستان هم د مخ پر ودې هېوادونو په هغه ډله کې شمېرل کېږي چې د اقليمي بدلون له امله اغېزمن شوی او د حکومت په شمول يې خلکو په آذربايجان کې د اقليمي بدلون په اړه د روانې سترې غونډې له ګډونوالو غوښتي چې د اقليمي بدلون اغېزمنتيا پر وړاندې ورسره مرسته وکړي.

اوس د دې غونډې ځينې ګډونوال وايي، ټاکل شوې د کاپ -۲۹ غونډې ځينې ګډونوالو هېوادونو استازي د يادې غونډې په څنډه کې له اقليمي پلوه د افغانستان پر اغېزمنتيا خبرې وکړي.

د کاپ غونډې ګډونوال عبدالهادي اڅکزی وايي: « د دې کنفرانس هدف دا دی چې موږ وکولی شو په افغانستان کې د اقلیم د بدلون ناخوالې چې موږ یې اوس تجربه کوو او هغه مالي او تخنیکي موضوعات چې موږ یې په افغانستان کې لرو خو افغانستان ترې ګټه نه شي اخیستلی، په دې اړه به هم په دې کنفرانس کې بحث وشي. دا کنفرانس به د یوه ساعت لپاره دوام وکړي او په رسمي بڼه به یې ریکارډ هم د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس له مشرتابه سره شریک شي. موږ هڅه کوو چې د افغانستان غږ یو تر بله ورسوو او وکولی شو افغانستان ته یوه اندازه بودیجه او څه تخنیکي امکانات په نظر کې ونیول شي.»

د چاپېريال ساتنې ملي اداره کاپ غونډې ته د خپل ورغلي پلاوي د ليدنو په اړه معلومات نه ورکوي، خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د زيانمنو هېوادونو په ډله کې شپږم ځای لري.

کارپوهان وایي، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی او د دغو ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

د اقلیمي بدلون کارپوه مصطفی وايي: « د دې لپاره چې د اقلیم بدلون اغېزې په افغانستان او نورو هېوادونو کې کمې شي او وکولی شي په دې برخه کې شته لارو چارو او پروژو کار واخلي، ترڅو د اقلیم منفي تاثیرات یو څه راکم شي.»

ځينې نور بیا د اقلیمي بدلون له پايلو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د نړيوالو مرستې اړينې بولي او ټينګار کوي چې دا مرستې بايد سياسي نه شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب ‌الرحمن شمال وايي: « نړیوال سازمانونه او د نړۍ هېوادونه باید په دې موضوع کې د خپل مسوولیت په درک کولو سره، له چټل او ناپاک محیط د افغانستان د ژغورلو لپاره همکاري وکړي، ترڅو د افغانستان خلک له دې وژونکې پدیدې وژغورل شي. »

د اقلیمي بدلون په ۲۹مه غونډه کې د نړۍ ۱۹۸ هېوادونو د استازو په ګډون د اسلامي امارت پلاوی هم حضور لري ترڅو د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغېزو او د دغې ښکارندې د مخنیوي پر لارو چارو خبرې اترې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist