هرات د هېواد په صنعت کې ځانګړی نوم او ځای لري. دغه ولایت کې د څه باندې ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کارتن جوړولو یوې کارخونې په فعالیت پيل وکړ.
چارواکي وايي، په یادې کارخونه کې څه باندې ۱۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې او په ورځني ډول له ۲۰۰ زره تر ۳۰۰ زره متره کارتن تولیدولو ظرفیت لري.
د کارخونې د فروشاتو مدیر علي احمد امیرزاده وايي: « شاوخوا ۱۰۰ تنه په دې شرکت کې کار کوي او زموږ تولید شوی کارتن نورو ولایتونو ته هم استول کېږي. زموږ پېرودونکي تر ډېره په هرات، کندهار، کابل او مزار شریف ولایتونو کې د صنعتي او تولیدي سکټور اړوند کسان دي.»
په ورته مهال، صنعتکاران وایي که څه هم د هرات نورالجهاد سب سټېشن چارو بشپړېدو او د ترکمنستان وارداتي برېښنا دوه برابره کېدو سره یې د برېښنا کمښت ستونزې تر یوه حده حل شوې، خو له بهر د بدیلو توکو واردولو اندېښمن کړي او له سرپرست حکومت غواړي په هېواد کې د تولید کېدونکو توکو د بدیلو وارداتو مخه ونیسي.
د هرات کانونو او صنایعو خونې مشر حمیدالله خادم وايي: « نور باید موږ خپل هېواد ته د بهرنیو محصولاتو د وارېدېدو لیدونکي نه اوسو. هر هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو، باید د افغانستان لپاره یې تولید کړو او سره له دې چې خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوو، باید افغانستان په یوه صادراتي هېواد بدل کړو.»
د هرات صنعت او سوداګرۍ ریيس بیا په نږدې راتلونکي کې د هرات د صنعتي ښارګوټي د پراختیا زېری ورکوي او وايي، ډېر ژر به د هرات صنعتي ښارګوټي پنځم فاز چارې پيل او دغه راز په ۵۵ زره جریبه ځمکه باندی یو بل نوی صنعتي ښارګوټی جوړ شي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت زیاتوي: « د صنعتي ښارګوټي لپاره پنځم فاز او ترڅنګ یې د یوه نوي صنعتي ښارګوټي جوړول هم پېشنهاد شوي چې ډېر کارونه یې پرمخ تللي. موږ تاسو به نږدې راتلونکي کې د دې شاهدان یو چې د پنځم فاز او د نوي صنعتي ښارګوټي چې شاوخوا پر ۵۵ زره جریبه ځمکه به جوړ شي، افتتاح به وشي.»
له دې سره، چارواکي وايي، سرپرست حکومت غواړي د پانګونې په برخه کې د اوږد مهاله پلانونو په جوړولو او د کورنيو محصولاتو د کیفیت په لوړولو سره، افغانستان له وارداتي پر صادراتي هېواد بدل کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي: « موږ د اوږدمهاله پلانونو په لرلو سره کولی شو د نورو له احتیاج خلاص شو. یوازې په بسته بندۍ، منتاژ او د خامو موادو په انتقال باندې بسنه ونه کړو. دا چې ټول شیان له بهر واردوو او یوازې یې دلته تړو او بیا د صنعت نوم ورکوو. په دې برخه کې باید زموږ تاسو صنعت کاران پاملرنه وکړي.»
د مالوماتو له مخې، هرات صنعتي ښارګوټي کې اوس مهال څه باندې ۸۰۰ کارخونې فعالیت لري چې شاوخوا ۳۰۰ یې د سرپرست حکومت له راتګ سره فعالیت پیل کړی.