Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: له نړۍ سره داسې تعامل غواړو چې د هېواد ګټې په کې خوندي وي

حقاني: له نړۍ سره داسې تعامل غواړو چې د هېواد ګټې په کې خوندي وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/19

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په خوست  ولایت کې د حسن قرائت د فارغانو یوې غونډې ته  د خبرو پرمهال ویلي، د ولس او سرپرست حکومت ترمنځ د شته ستونزو او فاصلو د ختمولو لپاره د درېیمګړي رول لوبولو ته اړتیا نه شته دی.

خلیفه سراج الدین حقاني دغه راز د هېواد اوسني حالات د ډاډ وړ ګڼي او زیاتوي چې سرپرست حکومت د خلکو هېڅ حق نه دی تلف کړی.

هغه په دې اړه وايي: « له دې ټولو ستونزو سره، هغه نیمګړتیاوې چې د ملت او نظام ترمنځ یې فاصله رامنځته کړې، هغه دومره فاصله نه ده چې په موږ کې یو بهرنی درېیمګړی ځان ځای کړي او زموږ د ستونزو په اړه فیصله وکړي. الحمد الله اوس هم یو تر بله اعتماد موجود دی.»

همدارنګه حقاني په خپلو خبرو کې ویلي، له هېوادونو سره د خپلو ګټو او د حکومت پالیسيو په رڼا کې متقابلې اړيکې او تعامل غواړي.

نوموړی دغه راز زياتوي، افغانان خپل منځ کې ستونزې نه لري او ټینګار کوي چې په هېواد کې ډلبازي او زورواکي پای ته رسېدلې او هېڅوک دې د بل چا د ګټو لپاره ځان نه مطرح کوي.

هغه زیاته کړې: « موږ ته د یوه هېواد رابطه تر خپلو منافعو نه ده مهمه؛ موږ د خپلو ګټو او منافعو په مقابل کې له هېوادونو سره اړیکو جوړوو. کله چې له یوه هېواد سره رابطه جوړوم، زه به ځان د هغه هېواد استازی نه بولم، بلکې زه به ځان د خپل هېواد استازی وبولم.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې غونډه خلکو ته ډاډ ورکړ چې په هېواد کې شته ستونزې دومره لويې نه دي چې د خبرو له لارې دې حل نه شي.

د هغه په خبره، تېرو ۲۰ کالو کې ځېنو هېوادونو د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ تخم شیندلی و او سرپرست حکومت هڅه کړې چې په هېواد کې د بې اعتمادۍ فضا پای ته ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist