Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: باثباته افغانستان د سيمې او ګاونډیو په ګټه دی

ستانکزی: باثباته افغانستان د سيمې او ګاونډیو په ګټه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/18

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين شېرمحمد عباس ستانکزي د تخنيکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې له لوري د يوه نندارتون پرانيستلو پرمهال د سرپرست حکومت پر تېر دريځ يو وار بيا ټينګارکړی او وايي، په افغانستان کې د ثبات تحکيم د سيمې او ګاونډ پر ګټه دی.

ستانکزي دې هدف ته د رسېدو لپاره د افغانستان په ثبات کې د سيمې او ګاونډیو هېوادونو مثبت رول مهم بللی  او زياتوي، ياد هېوادونه دې د خپلو سالمو ګټو د تعقيب لپاره په افغانستان کې د ثبات له دايمي کولو سره مرسته وکړي.

هغه په دې اړه وايي:« له ګاونډیو هېوادونو هم دا خواهش دی چې دوی کوشش وکړي له کوم حالت چې اوس افغانستان تېرېږي، په دې کې مثبت کردار اداء کړي او مثبت رول ولوبوي؛ ځکه یو پایداره، با استقامته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان او داسې افغانستان چې په کې سوله وي، هم د دوی په خیر دی او هم زموږ.»

دغه راز ستانکزی وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې د بې عدالتيو پر وړاندې واحد دريځ او د مخنيوي لپاره يې يووالی غوره شي.

ستانکزي د تېر په څېر يو ځل بيا تعليم او تحصيل د افغانستان د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره حياتي بللی او زياتوي چې له دې لارې افغانستان په نړۍ کې د سالم رقابت جوګه کېدای شي.

هغه زیاته کړې: « د یوه هېواد د ترقي، تعالي، له دوښمن سره د مقابلې، له لوږې او جهالت سره د مبارزې او دغه راز د نړۍ له شومو دسیسو سره د مقابلې لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هر هېواد خپل تعلیم، تربیې او علم ته وده ورکړي. بې له علمه او بې له پوهې، بې له تعلیم او تربیې هېڅ یو هېواد مخته نه شي تللی.»

د سیاسي چارو کارپوهان د ثبات ټينګښت او زده کړو په برخه کې د ستانکزي څرګندونې ګټورې بولي او زياتوي، که سرپرست حکومت د ځېنو چارواکو او خلکو دا غوښتنې ومني، پراخ ولسي ملاتړ او همکاري به جلب کړي.

دوی وايي، سرپرست حکومت باید د هېواد د آبادولو لپاره د رسمیت پېژندنې پر وړاندې شته خنډونه لري کړي او نړیوال دې تعامل ته وهڅوي.

د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « اوس هم وخت لا تېر نه دی، که څوک په هر ډول شرایطو کې تعلیم وکړي، د جامعې د هېواد او ادارې لپاره مفید تمامېدای شي. که چېرې د افغانستان په جغرافیا کې امن وي، سعادت او خوشبختي وي، دلته پرمختګ وي او ښه اقتصادي پلانونه پلي شي، له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصاد له آدرسه ښه راکړه ورکړه وشي، د افغانستان خاوره او اقتصادي بازار له ګاونډیانو سره په یوه ښه بازار بدل شي، یوازې د افغانانو لپاره نه بلکې د سیمې لپاره هم ګټه لري.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین دغه راز ټينګار کړی چې د سرپرست حکومت اوسنۍ هڅې بسنه نه کوي او اړتیا ده چې په هره برخه کې هڅې لا زیاتي شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist