Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د زندانونو چارو سمون ادارې ایران کې د بندي افغانانو وضعیت ارزولو لپاره د نظارت غوښتنه کړې

د زندانونو چارو سمون ادارې ایران کې د بندي افغانانو وضعیت ارزولو لپاره د نظارت غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/18

د زندانونو چارو د سمون ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو، له ایراني پلاوي سره د دې ادارې د رییس او عدلیې وزارت  مرستیال د لیدنې خبر ورکړی.

په دې لیدنه کې د يادې ادارې رییس له ایراني پلاوي سره د افغان بندیانو د انتقال پر پروسې خبرې کړې او د دې ترڅنګ يې له ياد پلاوي غوښتې چې د افغان بندیانو د اوسني وضعیت ارزولو لپاره دې د رسنیو او نړیوالو بنسټونو لپاره د نظارت زمینه برابره کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د ایران عدلیې وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له یو شمېر مسوولینو سره به په دواړو هېوادونو کې د زندانیانو پر مسایلو خبرې ولري. دا یو ښه ګام دی چې افغان زندانیان را انتقال شي او د خپل بند پاتې موده دلته هېواد کې تېره کړي.»

ايراني پلاوي ټینګار کړی چې ایران غواړي د شویو هوکړو پر بنسټ د بندیانو د لېږد پروسې ته ادامه ورکړي.

بله خوا، د سیاسي چارو کارپوهان د ايران او افغانستان ترمنځ د زندانيانو تبادله د محاکمو د پرېکړو په اړه د اندېښنو له منځه تلو سبب بولي او په خبره يې، له تبادلې وروسته اړوند زندانيانو سره په خپلو هېوادونو کې د نافذه قوانينو پر بنسټ چلن کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه جنت فهيم چکري : « د افغانستان او ایران ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه باید ووایم چې دا یو ښه او نېک ګام دی او هغه شکونه له منځه وړي چې د ایران یا افغانستان په محاکمو کې د شویو فیصلو په اړه شته دي. ښه دا ده چې د هر هېواد وګړي چې په بل هېواد کې بندیان وي، په خپل هېواد کې محاکمه شي ترڅو د محاکمو د پرېکړو په تړاو شته اغماض له منځه لاړ شي.»

بله خوا، ځينې نور بیا خپلو اړوندو هېوادونو ته د زندانيانو لېږد مثبت ګام بولي، خو له سرپرست حکومته غواړي چې په جبري توګه له ايرانه د افغانانو د اخراج پر سر دې هم بحث او خبرې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه زلمی افغانیار وايي: « دا چې د ایران د عدلیې وزارت او محابسو ادارې ګډ پلاوی افغانستان ته راغلی او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې لیدلي او له خبرو اترو وروسته د ایران له زندانونو د زر تنو افغان بندیانو د انتقال زمینه برابره شوې، دا یو مثبت ګام دی. زه هیله لرم د کډوالۍ او د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نه کولو په تړاو هم خبرې وشي ترڅو شته تقابلاتو ته د ملي ګټو پر بنسټ د تعامل له لارې حل لاره پيدا شي نه په حکومتوالۍ کې د ستراتیژيک عمق د پلي کولو په موخه د سیسټماټیکو فشارونو له لارې.»

دغه ليدنې داسې مهال کېږي چې د ايران د بشري حقونو غیر دولتي سازمان موده وړاندې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې ایران د يوه افغان په ګډون ۹ تنه زندانيان اعدام کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist