Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا سولې انسټیټیوټ:د افغانستان اقتصاد له جبرانېدونکو خطرونو سره مخ دی

د امریکا سولې انسټیټیوټ:د افغانستان اقتصاد له جبرانېدونکو خطرونو سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/16

د امريکا سولې انسټيټيوت په یوه تازه خپره کړې مقاله کې د افغانستان د اقتصادي او بانکي سيسټم پر وړاندې پر شته ننګونو او خطرونو بحث کړی.

په دې مقاله کې راغلي، د افغانستان بانکي سيسټم د نړيوالو بندیزونو او باور نه شتون له امله له جدي ننګونو او جبرانېدونکو ستونزو سره مخ دی او تر ډېره پر نغدو پیسو، غیر رسمي حوالو او امریکایي ډالر تکیه لري.

د مقالې یوه برخه کې راغلي: « دا چې د افغانستان نیم ژواند اقتصاد له یوې نوې څو اړخیزې ویجاړتیا سره مخ دی او په دې هېواد کې د امریکا بشري مرستو د افغانانو د اقتصادي ناورین مخه تر یو حده نیولې؛ خو په ټوله کې د اقتصادي اساسي رغونې، د پیسو د ثبات او اقتصادي پرمختګونو لپاره هېڅ کار نه دی شوی. د افغانستان بانکي سیسټم له هغه وروسته ډېر سخت خراب شو چې په۲۰۱۰کال کې کابل بانک د ناوړه پورونو له امله دېواله شو او حتی خلکو  خپلې پیسې له افغانستان بانک هم د دې لپاره وایستې چې تحمیلي محدودیتونه یې زیات کړل.»

په مقاله کې دغه راز پر ډالرو د اتکا کمول، د افغانیو دود کول او د پيسو پرې کولو ډیجیټلي سیسټم جوړول د افغانستان د اقتصادي ستونزو حل لارې ګڼل شوې دي.

د امريکا سولې انسټيټيوت  دغه راز په سویس کې د افغانستان بانک د ګنګل شوې شتمنۍ آزادول هم په غیر مستقيمه توګه د دې ستونزې د حل لارې په توګه ياده کړي دي.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي: « دا چې طالبان د کوچنیو پانګونو د مدیریت په وسیله غواړي اقتصادي وضعیت ښه کړي، باید د پیسو د مبادلې په برخه کې د افغانیو استعمال زیات کړي. نور هېوادونه او نړیواله ټولنه دې په سویس کې د افغانانو د کنګل شویو شتمنیو په افغانستان کې د وړو پانګونو لپاره زمینه رامنځته کړي، دا چاره په غیر مستقیمه توګه ستونزې حل کولی شي.»

د اقتصادي شنونکو په باور، د نړيوالو مرستو کمښت د لنډ مهال لپاره د افغانستان پر اقتصادي وضعيت ناسم اغېز کوي، خو که په بېلابېلو سکټورنو او په ځانګړې توکه په خدماتي  او توليدي برخه کې پانګونې زياتې او د نوې پانګونې جذبولو ته ځانګړې پاملرنه وشي، نو دا چاره د هېواد د اقتصادي وضعيت په پرمختګ کې مهم او اغېزناک رول لوبولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « هغه څه چې د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې ډېر مهم رول لوبوي، په مختلفو سکټورونو کې که دا خدماتي سکټور دی، که تولیدي یا هم نور، د پانګونې زیاتوالی او د نوې پانګونې جذبول دي. هرڅومره چې پانګونه زیاته وي، کولی شي د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي. د دې ترڅنګ، که په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران افغانستان ته د مهاجرینو بېرته راستنېدل او د افغانستان په نفوسو کې زیاتوالی راتلل، ټول د افغانستان پر اقتصادي وضعیت مخامخ اغېز کوي.»

که څه هم افغانستان بانک د امريکا سولې انسټيټيوت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې یې څو ځله له نړيوالو غوښتي چې د افغانستان اقتصادي او بانکي وضعيت د سمون په موخه دې خپلې نیمه کاره پروژې بشپړې او د افغانستان ګنګل شوې شتمني آزاده کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist