د هند په کوربه توب د سوېلي آسیا مقرراتي ادارو ۲۵ ناسته چې د سه شنبې پر ورځ نوي ډیلي کې پيل شوې وه، د چهار شنبې پر ورځ (د ۱۴۰۳ کال د لړم پر ۲۳ مه) پای ته ورسېده.
د اترا ادارې سرپرست مولوي سید برات شا آغا ندیم پر مشرۍ پلاوي د سوېلي آسیا مقرراتي ادارو په دغه ناسته کې ګډون کړی.
د دغې ادارې ویاند جلال الدین شمس وايي، په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو په سیمه کې د مخابراتي سکټور د پراختیا او عملي کولو په اړه خبرې وکړې.
شمس په دې اړه وايي:« دا غونډه چې د هند هېواد په کوربه توب جوړه شوې، د سوېلي آسیا د مقرراتي ادارې رییسانو او ټاکل شویو استازو په کې ګډون کړی. یاده غونډه کې به چې د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۱۱ تر ۱۳ به ادامه ولري، د سیمې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د مخابراتو او معلوماتو، تجربو شریکولو او ټکنالوژۍ په برخه کې د نویو پرمختګونو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشي.»
په نوي ډیلي کې د سوېلي آسیا مخابراتي تنظیم کوونکو ادارو یاده ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو او کارپوهانو ګډون درلود.
د سیاسي چارو کارپوهان په سیمه کې له هند سره د مخابراتي خدمتونو د تنظيم او پراخولو او دغه راز اقتصادي او تعلیمي برخو کې تعامل، د افغانستان ټکنالوژیکي سیسټمونو د پرمختګ او اقتصادي ثبات لپاره مهم ګڼي.
د دوی په خبره، له هند سره تعامل به د سیمې نور هېوادونه وهڅوي چې له افغانستان سره همکاريو ته زړه ښه کړي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « لومړی خو دا چې له هند سره اړیکې د افغانستان پر ګټه دي؛ ځکه هند یو با نفوذه، صنعتي او تولیدي هېواد دی او له افغانستان سره ښې تاریخي اړیکې لري او تل یې بلاعوضه مرستې کړې دي. بله خبره دا ده چې هند به خامخا په سیمه کې فعاله کېږي؛ ځکه چې دوی د امریکا له جمهوري غوښتونکو سره ښې اړیکې لري او ټرمپ په خپله لومړنۍ دوره کې هند ته سفر درلود او ګڼ تړونونه یې لاسلیک کړل. امریکا هند ته د یوه نیږدې شریک په سترګه ګوري او باور هم پرې لري. ښايي دوی په ګډه په سیمه کې چارې مخته یوسي. همدارنګه هند هم لېواله دی چې له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي او افغانستان ته هم ښه فرصت دی چې دا اړیکې جوړې کړي او د ملي ګټو پر بنسټ تعامل ته سره ورسېږي.»
ځېنې نور بیا په سیمه کې د هند د عصري ټکنالوژۍ پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا ته په کتو، له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې له هند سره په یادو برخو کې اغېزمنې اړیکې ورغوي او نوی ډهلی وهڅوي چې په افغانستان کې د ټکنالوژۍ د پرمختیا لپاره همکاري وکړي.
د سیاسی چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « موږ ډېرې نورې مهمې برخې هم لرو، چې باید د اړوند وزارتونو استازي یې هند ته سفرونه وکړي او له دې هېواد سره اړیکې ټینګې شي. د اقتصاد وزارت دی، د بهرنیو چارو وزارت پلاوی، د عامې روغتیا وزارت پلاوی باید هلته لاړ شي او له هند سره په خپلو برخو کې تړونونه وکړي.»
د سوېلي آسیا په مقرراتي ادارو کې د هند، نیپال، بنګله دېش، افغانستان، سریلانکا، پاکستان، بوتان، ایران او مالدیف هېوادونو استازو ګډون کړی و.