Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د انټرنېټي اوغږیزو کڅوړو نوې بیې اعلان کړې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د انټرنېټي اوغږیزو کڅوړو نوې بیې اعلان کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/14

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چارواکو د یوې خبري ناستې پرمهال چې په هېواد کې د فعالو مخابراتي شرکتونو استازو هم حضور درلود، د انټرنېي او غږیزو کڅوړو نوې بیې اعلان کړې.

د دغه وزارت سرپرست  وايي، پرېکړه شوې چې د پخوا په پرتله به د مخابراتي مکالمو بیه راټیټه شي.

مولوي نجیب الله حیات حقاني زیاتوي، د هرې مخابراتي شبکې د خپلمنځي مکالمې د یوې دقیقې بیه ۱.۳ افغانیو او له یوې مخابراتي شبکې بلې مخابراتي شبکې ته د اړیکو د یوې دقیقې بیه ۱.۴ افغانیو ته راټیټه شوې ده چې د تېر  پرتله د پام وړ کمښت په کې راغلی.

حقاني  په دې اړه وايي: « یوه دقیقه صوتي مکالمه په داخل د شبکه کې ۱.۳ افغانۍ او له یوې شبکې بلې شبکې ته د یوې دقیقې بیه ۱.۴ افغانۍ ټاکل شوې. بله خبره دا ده چې مخابراتي شرکتونه به پيسې د ۳۰ ثانیو له مخې محاسبه کوي نه د دقیقې له مخې. که یو څوک خپله خبره په ۳۰ ثانیو کې خلاصه کړي، په هغوی به یوه دقیقه نه حسابېږي.»

همدا راز، د یو جي بي انټرنېټ بیه چې له دې وړاندې۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې وه، ۹۵ افغانیو ته راټیټه شوی، خو مخابراتي شبکې کولی شي په خپلو کې د سیالۍ او پېرودونکو د ساتلو لپاره دغه بیه نوره هم راټیټه کړي.

حقاني وايي: « د انټرنېټ بیه مو ۹۵ افغانیو ته راښکته کړې خو په دې کې د رقابت لاره آزاده ده. دا چې څوک څه ډول کڅوړې او کچې انتخابوي او څه کوي، د هغوی په رقابت پورې اړه لري. اسلامي امارت هڅه کوي خپلو هېوادوالو ته سهولت رامنځته کړي.»

حقاني زیاتوي، د مخابراتي مکالمو او انټرنېټ د بیو په برخه کې دغه ټاکل شوي نرخونه د راتلونکي زېږدیز کال له پیل د تطبیق وړ دي.

په ورته وخت کې دغه وزارت  د اترا ادارې ویاند جلال الدین شمس د وېشل شویو سیمکارټونو د راجسټر له چټک بهیر خبر ورکوي او په خبره یې، له ۲۶ میلیونو وېشل شویو سیمکارټونو ۱۴میلیونه یې راجسټر شوي دي.

د شمس په خبره، اوس هېڅ څوک نه شي کولی په غیر قانوني توګه سیمکارټ ترلاسه کړي.

هغه په دې اړه وايي: « اوس هېڅوک نه شي کولی په هېواد کې غیرقانوني سیمکارټ ترلاسه کړي. تقریبا ً ۲۶ میلیونه فعال سیمکارټونه لرو چې له ډلې یې ۱۴ میلیونه سیمکارټونه له اترا ادارې سره راجسټر شوي او د پاتې سیمکارټونو د راجسټر پروسه په ټول هېواد کې روانه ده.»

په همدې حال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳ پروژو له پلي کېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناوو رییس سید منصور رحیمي وايي، امنیتي تجهزاتو، یو،پي.اېس، د کلوډ سرورونو، کلوډ سټورېج، د دولتي شبکې ګفنېټ، د نیکسا شبکې ارتقا، د ولایتونو د وصل مرکزي تجهیزات، معلوماتي ټکنالوجۍ، د سایبري جرایمو د لابراتوار، د ولایتونو د تجهیز، د معلوماتي ټیکنالوجۍ د اړتیا وړ تجهیزاتو او د آسیب پېژندنې سایبري پروژه د معلوماتي ټکنالوجۍ د مهمو پروژو له ډلې دي چې تر اوسه پلې شوې دي.

رحیمي زیاتوي:« د معلوماتي ټېکنالوجۍ په برخه کې ۱۳ پروژې پلې شوې دي. ټولټال د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکټور او مخابراتو وزارت کې پروژې تطبیق شوې دي. هره یوه له دغو پروژو هېوادوالو ته یو سهولت رامنځته کوي.»

په همدې حال کې، د مخابراتو وزارت  د خپلو ناخالصو عوایدو له زیاتوالي هم خبر ورکوي او وايي، نا خالص عواید تر ۳ میلیاردو افغانیو لوړ شوي دي.

چارواکي وايي، په تېرو کلونو کې ناخالص عواید ۵۶.۷ میلیارده افغانۍ و، خو اوس دغه عواید ۵۹.۵ میلیاردو ته لوړ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist