د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو د هغو داخلي بېځایه شویو د ثبت او بايومېټریک پروسه پيل کړه چې له کابل خپلو سیمو ته بېرته ستنېږي.
دوی وايي، دا هغه کورنۍ دې چې د تېرو جګړو له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې وې.
د دوی په خبره، د دې پروسې په پیل کې تازه ۵ زره کورنۍ ثبتوي او تر هغې وروسته یې خپلو مېنو ته استوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي: « موږ غواړو دوی ته یوه اسانتیا برابره او خپلو ولایتونو ته یې انتقال کړو. له موږ سره تقریبا ً ۵ زره کورنۍ په تماس کې دي چې له کابل به خپلو لایتونو ته ولېږدول شي. دوی ته کرایه او سفریه هم ورکول کېږي.»
حقاني پر نړۍ نیوکه وکړه چې په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن روان دی خو نړیوال يي پر وړاندې پټه خوله دي.
نوموړي دغه راز وویل، د ایران او پاکستان په شمول یو شمېر اروپايي هېوادونو هم په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا د۳ میلیونه کډوال افغانستان ته را لېږلي دي.
حقاني په دې اړه وايي:« زموږ کډوال له خپلو ټولو حقه حقونو محروم دي. دا یوازې د ملګرو ملتونو یو تبلیغ دی موږ ورسره مرسته کوو. چې مرسته کوي نو له اروپايي هېوادونو یې ولې وباسي؟ هلته خو د میلیونونو په شمېر نه دي بلکې زرګونه تنه دي چې دوی په خپله بېولي دي او خپله یې د ورتګ تبلیغ ورته کړی، خو نن له هغوی سره ناسم عمل کېږي.»
اخوا د داخلي بېځایه شویو وضعیت د رسېدنې مشر سردار شېرزاد بیا وايي، د تېرو جګړو له امله ټولټال ۲.۵میلیونه کورنۍ له خپلو مېنو او سیمو ښارونو ته بېځایه شوې دي.
دوی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو او سازمانونو غوښتنه کوي چې خپلو سیمو ته د دغو بېځایه شویو په لېږدولو او اسانتیاوو برابرولو کې مرسته وکړي.
شېرزاد په دې اړه وايي: « له موسسو، نړیوالو ادارو او سازمانونو زموږ هیله او غوښتنه دا ده چې دا کورني بېځایه شوي چې نن یې د انتقال پروسه پيل شوه، د لېږد په پروسه کې یې پوره همکاري وکړي؛ دا خلک مرستو او سرپناه ته اړتیا لري.»
بله خوا، بېځایه شوي خوښ دې چې خپلو سیمو ته ستنېږي خو وايي، د مرستو ژمنې ورسره شوې، خو تر اوسه يي هېڅ نه دي تر لاسه کړي.
د دوی په خبره، که مرستې ورسره ونه شي، د ژمي په رارسېدو سره به يې ژوند له سختو کړاوونو سره مخ شي.
یوه داخلي بېځایه شوې ښځه بختوره وايي: « زه ډېره خوشاله یم چې خپل کلي ته ځم ، خو وېره هم لرم چې هلته به مې ژوند له ستونزو سره مخامخ کېږي. ما سره واړه ماشومان دي، سرپرست او سرپناه نه لرم؛ له حکومت غوښتنه کوم چې له ماسره مرسته وکړي او سرپناه راته جوړه کړي.»
د الله ګل په نوم کورنی بېځایه شوی وايي: « ستونزې ډېرې دي، زموږ ژوند هلته په بشپړه توګه له منځه تللی او هېڅ نه لرو. زموږ کورونه ویجاړ دي او موږ یوازې خپل سرونه تر کابله راوړي. زه دلته کباړ ټولوم او د کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کوم. ژمی را روان دی او له موږ سره ماشومان هم شته او له ستونزو سره به مخامخ یو.»
د مالوماتو له مخې، په تېرو درېیو کالو کې په کور دننه ۱ میلیون بېځایه شوي خپلو سیمو ته لېږدول شوي او دا لړۍ به روانه وي.
بېځایه شوي ټېنګار کوي چې په خپلو سیمو کې يې کورونه د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوي او له سرپرست حکومته غوښتنه لري چې د مرستو په برخه کې ورسره کړې ژمنې، عملي کړي.