Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني امنیتي ځواکونو ته؛ له اختلافي مسایلو ډډه وکړئ

حقاني امنیتي ځواکونو ته؛ له اختلافي مسایلو ډډه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/13

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په میدان وردګو ولایت کې د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز  د ۲۶۵ امنیتي ځواکونو په فراغتغونډه کې د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی.

خلیفه سراج الدین حقاني په دې غونډه کې د اسلامي امارت پر امنیتي ځواکونو غږ کړی چې له اختلافي مسایلو ډډه وکړي او له ولس سره مسلکي چلن یې د دوی وظیفوي او اخلاقي مسوولیت بللی.

حقاني زیاته کړې:« دا ملت پر موږ اعتماد لري او موږ یې پر ملت لرو. موږ او تاسو یو وجود او یو جسد یو. له خلکو سره په ښه چلن او تعامل باندې چې دغه اعتماد څومره قوي کېږي، همدومره امنیت ټینګېږي.»

حقاني دغه راز د خلکو امنیت او ستونزو ته پر وخت رسېدنه د امنیتي ځواکونو مسولیت بللی.

هغه ولس او حکومت نه جلاکېدونکي بللي او د نظام د بقا لپاره یې د خلکو او حکومت ترمنځ پر همکارۍ ټینګار کړی.

حقاني په دې اړه وايي: « دا رعیت دی، ملت دی او حق لري موږ ورته د خدمت زمینه برابره کړو، د کار زمینه ورته برابره کړو، امنیت یې ونیسو، خو دا به هم ورته وایو چې تاسو ډېر احتیاط وکړئ او داسې مه کوئ چې ګټلی نظام مو په لاس درکړی دی خو ته داسې بې پروايي ورسره کوې، خودسرانه عملونه کوې، نا فرمانۍ کوې او له همدې امله ټول هېواد ته او ټول نظام ته ستونزې او تکلیفونه جوړېږي.»

بل پلو، د یاد ښوونیز او رونیز مرکز قواندان وايي، امنیتي ځواکونو ته له دوو میاشتنیو مسلکي او عقیدتي زده کړو او روزنې وروسته، د فراغت سندونه ورکړل شوي.

محمد نسیم سعید دغه مرکز د افغانستان پر کچه لومړنی مزکز یاد کړی چې په خبره یې په یوه وخت کې د لس زره کسانو د روزنې او جذب ظرفیت لري.

سعيد زیاته کړې:« دې مرکز چې له فتحې وروسته په فعالیت پيل کړی، ۸ زره ۱۴۰ تنه یې فارغ کړي. په دې دوره کې ۲۶۳ تنه محصلین فارغ کړل. دا نظام مسلکي کسانو ته ضرورت لري او مسلکي کسان ښه کولی شي د ملت خدمت وکړي، دا که د چیک پاینټونو په برخه کې وي که په مسلکي برخه کې.»

دا داسې مهال ده چې په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد له بېلابېلو نظامي ښوونیز مرکزونو د اسلامي امارت زرګونه پولیس او امنیتي سرتېري د مسلکي زده کړو له ورکړې وروسته، فارغ او  امنیتي لیکو کې جذب شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist