Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/12

کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه جګ پوړي پلاوي له سفر وروسته، د دې هېواد په ممبی ښار کې د افغان کونسلګرۍ له خوا، هند کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پيل شوه.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، دغه پروسه پرون “دوشنبه”هند کې مېشتو افغان  کډوالو محصلینو او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پیل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « په همدې اساس د بهرنیو چارو وزارت د هندوستان هېواد په ممبی ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ ته هدایت کړی چې د پاسپورټونو د وېش پروسه د افغان مهاجرینو، محصلینو او سوداګرو د اړتیاوو د حل په موخه پيل کړي. د وزارت مقام له هدایت سره سم، په ممبی ښار کې افغان جنرال کونسلګرۍ دغه پروسه نن دوشنبه د ۱۴۰۳ کال د لړم په ۲۱ مه پیلوي.»

په ورته وخت کې تکل وايي، هغه افغانان چې د پاسپورټ وخت یې پای ته رسېدلی او یا پاسپورټونه نه لري، کولی ‏شي د معتبرو اسنادو په وړاندې کولو سره په ممبی ښار کې افغان کونسلګرۍ ته مراجعه وکړي او د پاسپورټ لپاره خپل غوښتنلیک ‏جمع کړي.‏

هغه په دې اړه وايي: «هغه هېوادوال چې د پاسپورټ وخت یې پای ته رسېدلی او یا هم پاسپورټونه نه لري، کولی شي چې د معتبرو اسنادو په وړاندې کولو سره کونسلګرۍ ته مراجعه وکړي او د پاسپورټ لپاره خپل غوښتنلیک جمع کړي.»

هند یو له هغو هېوادونو دی چې دا مهال په کې ګڼ شمېر افغان زده کوونکي او محصلین پر زده کړو بوخت دي او د پاسپورټونو د وخت پای ته رسېدو له امله د نورو ستونزو ترڅنګ، له هند د ایستل کېدو له خطر سره هم مخامخ وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist