Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: په نظام او ملي ارزښتونو له نړيوالو سره معامله نه کوو

عبدالکبیر: په نظام او ملي ارزښتونو له نړيوالو سره معامله نه کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/12

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو د درېیو کلونو په تېرېدو سره لاهم د هېڅ هېواد له لوري پر رسميت نه دی پېژندل شوی او د سيمې هېوادونو ورسره يوازې د خپلو ګټو پاللو پر بنسټ اړيکې ساتلې دي.

دا په داسې حال کې چې حکومتي چارواکو تل له هېوادونو سره د مثبتو اړيکو د لرلو غوښتنه کړې.

 د ریاست‌ الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم يو وار بيا ويلي، نړيوال دې اوسني نظام او د افغانستان خپلواکۍ ته په درناوي لرلو سره تعامل ته را وړاندې شي.

عبدالکبیر په دې اړه وايي:« موږ ټولې نړۍ ته کله کله په جلسو کې اعلان کوو چې زموږ اسلامي نظام ته دې څوک په سپک نظر نه ګوري. موږ په اسلامي نظام له چا سره معامله نه کوو، په خپل دین له چا سر معامله نه شو کولی او خپل وطن په چا نه شو خرڅولی. زموږ اسلامي نظام، زموږ اسلام او زموږ استقلالیت ته دې نړۍ په احترام ګوري، له هغې وروسته دې بیا تعامل ته را وړاندې کېږي. په دین به کار نه لرئ، په اسلامي نظام به کار نه لرئ. تر دغه چتر لاندې که راځې په افغانستان کې پروژې اخلي، راشه  ګز او میدان؛ سړک جوړوې، کارخونه جوړوې، تعامل کوې سفارت خلاصوې، زما سفارت ته موقع راکوې.»

که څه هم نوموړی دا نه په ډاګه کوي چې چا یا کوم هېواد ترې پر دیني او ملي ارزښتونو د معاملې غوښتنه کړي؛ خو وایي، د اسلامي امارت سیاست جامد نه دی او له ټولو هېواد سره د متقابل درناوي په اډانه کې د تعامل غوښتونکی دی.

عبدالکبیر زیاتوي: « موږ سیاست داسې جامد نه دی لکه څرنګه چې د اسلام دوښمنان موږ پسې تبلیغ کوي. تاسو وګورئ کوم یو داسې هېواد دی چې هغه موږ ته را واړندې کېږي او موږ ورته ویلي وي چې زموږ له خوا دروازه بنده ده.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، اسلامي امارت دې د نړيوالو مشروع غوښتني ومني، ترڅو له سیمې او نړۍ سره رسمي تعامالاتو ته زمینه برابره شي.

د دوی په خبره، د اسلامي امارت ځينې پالیسۍ د دې لامل شوې دي چې د هېوادونو له لوري يې رسميت پېژندنه وځنډیږي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « د نړۍ د هېوادونو یو شمېر غوښتنې چې د اسلام سپېڅلي دین سره سمون لري، هغه باید ومنو او همدارنګه نړیواله ټولنه هم زموږ هغه خبرې چې د اسلام له دین سره سمون لري او هم له نړیوالو نورمونو سره مطابقت لري، باید ومني.»

د سیاسي چارو کارپوه صادق حمیدزوی وايي: « دا نظام ټولو افغانانو ته د منلو وړ نظام دی، نه یوازې د منلو خبره، بلکې دا یوه وجیبه ده چې باید د دې نظام تر شا ودرېږي او ولاړ دي. نړۍ باید د افغانانو حقوقو، باورونو او ارزښتونو ته احترام ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو رعایتول او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدل هغه شرطونه دي چې نړیوالې ټولنې د رسمیت پېژندنې لپاره د سرپرست حکومت پر مېز اېښي،  هغه څه چې سرپرست حکومت يې د پوره کولو ادعا کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist