Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اقلیمي بدلون له نړیوال کنفرانس د افغانانو غوښتنه؛ د افغانستان لاسنیوی وکړئ

د اقلیمي بدلون له نړیوال کنفرانس د افغانانو غوښتنه؛ د افغانستان لاسنیوی وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/12

کابل کې د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، قومي استازو او ځوانانو د یوې غونډې پرمهال آزربایجان کې د اقليم بدلون په اړه له جوړېدونکي نړيوال کنفرانس وغوښتل چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شویو ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.

دا خلک غواړي، چې نړيوال دې د اقلمي بدلون ناوړه اغېزو مخنيوي لپاره له افغانستان سره تخنيکي او مالي مرستې وکړي.

دوی وايي، افغانستان تېرو څو لسیزو جګړو او اوس بیا د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو له امله سخت ځپل شوی او له نړۍ غواړي چې په دې برخه کې له افغانستان سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

یوه ماشومه وايي: « د اقلیم بدلون زموږ پر روغتیا، خوړو، اوبو، هوا، زده کړو، رواني حالت او کورني ژوند باندې منفي اغېز لري.»

همدارنګه یو بل ماشوم بیا وايي: «په دې ډول وضعیت کې موږ د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لرو؛ د نړۍ پر مشرانو او د هېواد پر چارواکو غږ کوو چې زموږ راتلونکی خوندي کړي.»

د غونډې یو تن ګډونوال د اقلمي بدلون په برخه کې د افغانستان په اړه د نړيوالو دريځ نا عادلانه بولي او غوښتنه کوي چې له افغانستان سره بايد مرسته وشي.

دیني عالم پروېز حیدري وايي: « موږ په ټولو مسوولینو او نړیوالو غږ کوو چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او چاپېریال ساتنې په برخه کې په دې ځان وپوهوي چې دوی د ټولو مخلوقاتو د رفاه او هوساینې په تړاو مسوولیت لري او باید اداء یې کړي.»

د غونډې یو ګډونوال بارکزی وايي: « په افغانستان د کرنیزو ډولونو او ځنګلونو تغییرات؛ له همدې امله، نړیوالې ټولنې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان چاپېریال ته جدي پاملرنه وکړي او په دې تړاو د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره همکاري وکړي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی په دې غونډه کې وايي، که د اقلمي بدلون ناوړه اغېزو مخه ونه نيول شي، نو افغانستان به له ناوړه راتلونکي سره مخ شي.

ستانکزي زیاته کړه: « کومې جګړې چې په تېرو څلورو لسیزو کې زموږ پر هېواد وتپل شوې، لکه د شوري ځواکونو راتګ او په افغانستان کې د هر ډول سپکو او درنو وسلو، مضرو ګازونو او کیمیاوي وسلو کارول؛ ورپسې افغانستان ته د امریکا او ناټو راتګ او بیا هم د مختلفو وسلو او مضرو ګازونو کارول سبب شول چې د افغانستان چاپېریال ککړ شي.»

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو استازي هم د اقلیم له بدلون د افغانستان اغېزمنتوب تایید کړ او وویل، د افغانستان زیاتره سیمو کې خلک د اقلیمي بدلون له امله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او کډوالۍ ته مخه کړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو مسوول سټیفان رودریګوز وايي: « تېرو دوو کالو کې زه د افغانستان هر ولايت، ولسوالۍ او کلي ته تللی يم او ما ته د افغانستان ټولې هغه سيمې مالومې دي چې د ځمکې ښويېدلو، سېلابونو راوتلو او طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې دي.»

د اقليم بدلون په اړه نړيوال کنفرانس پرون “دوشنبه” د آذربايجان په پلازمېنه باکو کې پيل شو. د دې کنفرانس موخه دا ده چې د ګوندونو کنفرانس (کاپ -۲۹) غړي هېوادونه له مخ پر ودې هېوادونو سره پر ټاکلې اندازه کلنيو مالي مرستو ورکولو باندې سلا شي، ترڅو د اقلمي بدلون له ناوړه پايلو سره د يادو هېوادونو مقابلې وړتيا زياته کړي.

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان رسمي پلاوی د اقلمي بدلون په اړه نړيوال کنفرانس کې برخه اخلي.

که څه هم دغه پلاوی به د ياد کنفرانس د دايمي غړيو په بحثونو کې برخه ونه لري، خو کتونکي په دې باور دي چې په دې کنفرانس کې د افغان پلاوي کډون به په افغانستان کې روان اقلمي بحران ته د نړيوالو د پام راګرځولو سره مرسته وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist