د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خپل درې میاشتني راپور کې چې په ۱۳۵مخونو او شپږو فصلونو کې خپور شوی، ګنو برخو ته اشاره کړې.
په دې راپور کې د سیګار ادارې مشرجان سپکو د شاوخوا شپاړلس کلن فعالیت وروسته په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیتونو بندېدو خبر ورکړ.
نوموړي د امریکا کانګرېس، بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ته په خپل یاداشت کې د دې کار اصلي لامل، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم مهاله، افغانستان سره د امریکا په مرستو کې د پام وړ کموالی ګڼلی.
راپور کې ویل شوي، دغه ادارې د امریکا د کانګرېس له اجازې پرته په یواړخیز او خپلسري ډول په افغانستان کې فعالیتونه نه شي درولی، خو د بودیجې کمښت دوی دغه کار ته اړ کړي دي.
راپور کې د سپکو له قوله ویل شوي: « د سیګار برخې اړوند، د مدیریت او بسپنې ادارې ته زموږ د کلنۍ بودیجې ترسپارلو وروسته، ما د ۲۰۲۵زېږدیز کال د سپټمبر تر ۳۰مې په افغانستان کې د سیګار د څارنیزو عملیاتو د درولو وړاندیز وکړ. د سیګار چارو د بندېدو وړاندیز، واک ته د طالبانو د رسېدو جیوپولیټیک واقعیتونه او له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمښت منعکسوي.»
د سیګار په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱زېږدیز کال د اګست له ۱۵ راهیسې، د بیارغونې لپاره تخصیص شویو مرستو کې ۸۲ سلنه کموالی راغلی.
راپور کې د مرستو دغه ارقام له سقوط وړاندې ۶.۶۸ میلیارده ډالر ښودلې، حال دا چې دغه شمېره واک ته د سرپرست له رسېدو د روان کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې، یوازې ۱.۲۱میلیارد ډالرو ته راښکته شوې ده.
دغه راز په راپور کې د افغانانو او په تېره بیا د ښځو په برخه کې د امربالمعروف وزارت وروستی قانون له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې او په وینا یې، ورسره د عامو افغانانو په عامه او شخصي ژوند کې لاسوهنه او کنټرول لا زیات شوی.
د راپور یوه برخه: « افغانستان کې د واک له اخیستلو درې کاله وروسته، طالبانو په تېره اګست کې د خپل فرمان خپرولو سره له بشري حقونو په ښکاره ډول سرغړونه کړې او د پخوا پرتله یې د افغانانو په عامه او شخصي ژوند کې ستونزې ډېرې کړې دي.»
د دې ترڅنګ، په راپور کې د سرپرست حکومت له لوري د نړیوالو بشري مرستو پر وړاندې د خنډونو جوړولو د ادعا ترڅنګ ویل شوي چې د همدې او دېته ورته نورو لاملونو له کبله په ټول افغانستان کې د بشري فعالیتونو ۸۳ پروګرامونه لنډمهاله بند شوي، درې مرکزونه په جبري ډول تړل شوي او په دې لړ کې د دې ادارو نهه تنه کارمندان هم نیول شوي دي.
اسلامي امارت د سیګار د پرېکړې او ورته ادعاوو په تړاو څه نه وايي؛ خو اقتصاد وزارت نړېوالې بشري مرستې لنډمهاله ګڼي او له مرسته کوونکو سازمانونو اوهېوادنو غواړي چې د دې پرځای پر اساسي حل لارو تمرکز وکړي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: « سره له دې چې له اقتصادي اړخه د اقلیمي بدلونونو ترڅنګ د مالي محدودیتونو، د نړیوالې ټولنې له خوا د پراختیايي مرستو په ټپه درېدلو، د اسعاري زېرمو د کنګل کېدو او د بشري مرستو له کمېدو سره مخامخ یو، خو بیا هم له اقتصادي اړخه د لاسته راوړنو شاهدان یو. دا چې بشري مرستې لنډمهاله او موقتي دي، له بهرنیو هېوادونو او بنسټونو غواړو چې په اساسي حل لارو تمرکز وکړي. هغه پروژې او پروګرامونه له اقتصادي پلوه ګټورې او اغېزمنې تمامېږي چې کورنی اقتصاد پیاوړی او کاري فرصتونه رامنځته کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکي په افغانستان کې د سیګار او ورته نړیوالو ادارو او سازمانونو د فعالیتونو دوام مهم ګڼي او په باور یې، په اوسنیو شرایطو کې د فعالیتونو درول ښايي منفي اغېزې ولري.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « د افغانستان له خلکو سره د امریکا یا سیګار د مرستو بندېدلو مانا دا ده چې د افغانستان خلک په خورا بدو شرایطو کې ایسار کړي. د امریکا په ګډون د نړیوالو مرستې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « تر ډېره بریده پورې د سیګار د ادارې پالیسي د ټرمپ له پالیسۍ سره تړاو لري. که فرضا ً ټرمپ د تېر په شان هغه پیسې چې په اوونۍ کې یوځل یا زیات او کم افغانستان ته تللې لاهم ادامه پيدا کړي، زه فکر نه کوم چې سیګار دې هم خپلې مرستې وسپموي.»
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) ۱۶ کاله وړاندې په ۲۰۰۸زېږدیز کال د دې هېواد د کانګرېس له تایید وروسته رامنځته شوه. دغه اداره د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو په چوکات کې فعالیت کوي او له یادو وزارتونو سربېره، کانګرېس ته هم ځواب ویوونکې ده.
سیګار په افغانستان کې د امریکا د بېلابېلو ادارو او وزارتونو له خوا ترسره شوې مرستې څاري او په تړاو یې ربعوار، میاشتني او کلني راپورونه چمتو او کانګرېس ته وړاندې کوي.