Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د فراه له ابونصر فراهي بندر عراق ته کرنیز محصولات صادر شول

د فراه له ابونصر فراهي بندر عراق ته کرنیز محصولات صادر شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/10

چارواکي وايي، دا لومړی ځل دی چې د فراه ولایت له شیخ ابونصر فراهي بندر د افغانستان کرنیز محصولات عراق ته صادرېږي.

دوی زیاتوي، په تېرو دوو اوونیو کې له دې ولایت د ۳۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت تازه بادرنګ عراق ته صادر شوي.

 د دوی په خبره، د افغان کروندګرو محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې هڅو ته ادامه ورکوي.

د فراه والي ویاند عبدالمالک اسامه وايي: « دا لومړۍ ځل دی چې له فراه ولایت د ایران له لارې عراق هېواد ته بادرنګ صادرېږي. په تېرو دوو اوونیو کې  د څه باندې ۳۰۰ زرو ډالرو په ارزښت بادرنګ عراق ته صادر شوي دي.»

سوداګر وایي، هره ورځ له اتو تر دوولس موټرو بادرنګ باروي او د رومیانو صادراتو لپاره هم هڅې رواني دي.

د عبدالله په نوم یوتن سوداګر وايي: « زه ډېر خوشاله یم چې زموږ صادرات د ایران له لارې عراق ته ځي. دا زموږ او د فراه د ولس لپاره یوه غټه لاسته راوړنه ده. زموږ ستونزه دا ده چې له فراه تر بندر پورې لاره خامه ده او خاورې یې د اجناسو کیفیت ته زیان رسوي.»

په ورته مهال، فراه کې د شنو خونو لرونکي او بزګران عراق ته د بادرنګو له صادرولو هرکلی کوي، خو له فراه ښار تر شیخ ابونصر فراهي بندر پورې د غځېدلې لویې لارې له خراب والي شکایت کوي او وايي، د کرنیزو محصولاتو کیفیت ته زیان رسوي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د نورو کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره هم زمینه برابره کړي او په دې سره خپلو کروندګرو ملاتړ وکړي.

د شنې خونې لرونکی توریالی وايي: « تر ابونصر فراهي بندر پورې لاره خامه ده او تر هغو چې زموږ مالونه تر بندر پورې رسېږي، د مال کیفیت کمېږي او بیا نه پلورل کېږي. له اسلامي امارت هیله لرو چې دا سړک ژر تر ژره پوخ کړي.»

د شنې خونې کارګر منصور وايي: «ډېر خوښ یم چې زموږ محصولات بهرنیو هېوادونو ته ځي او موږ ته هم دلته د کار زمینه برابره شوې ده.»

د فراه کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د مالوماتو له مخې، اوس مهال په دغه ولایت کې له ۱۰ زره هکټارو ډېره ځمکه باندې شنې خونې او ګلخانې جوړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist