Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سي.آی.اېس له افغانستان سره پر پوله د امنیتي کمربند جوړولو له طرحې ملاتړ کړی

سي.آی.اېس له افغانستان سره پر پوله د امنیتي کمربند جوړولو له طرحې ملاتړ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/09

د روسیې ټاس خبري آژانس راپور ورکړی چې د  خپلواکو هېوادونو ګډو ګټو سازمان سرمنشي سرګي لبدوف د دې سازمان غړیو هېوادونو د ملي امنیت په عمومي ناسته کې د دغو هېوادونو د ثبات له هغې طرحې ملاتړ کړی چې پر بنسټ یې له افغانستان سره پر پوله امنیتي کمربند جوړیږي.

راپور کې د لبدوف له قوله ویل شوي،  د امنیتي کمربند له جوړېدو سره به د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو فعالیتونه، د وسلو او نشه یي توکو قاچاق او د غیر قانوني کډوالۍ مخه ونیول شي. 

هغه په دې اړه ویلي:« موږ هیله لرو چې د دې امنیتي کمربند په جوړېدو سره به د نړیوالې ترهګرۍ، نشه يي توکو او وسلو د قاچاق او ناقانونه کډوالۍ فعالیتونه شنډ شي.» 

د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو په سازمان کې  د روسیې، آذربایجان، ازبېکستان، بېلاروس، تاجیکستان، قرغېزستان، قزاقستان، ارمنستان او مولدوا په ګډون، ۲۵ هېوادونه غړيتوب لري.

له افغانستان سره پر پوله د یادو هېوادونو ګډ امنیتي کمربند جوړولو لپاره دغه وړاندیز لومړی ځل د تاجیکستان ولسمشرامام علي رحمان کړی و.

نوموړي دوه کاله وړاندې د دې سازمان د امنیتي همکاریو ګډې ناستې ته ویلي وو چې له نړیوالۍ ترهګرۍ د خوندیتوب لپاره دې له افغانستان سره پر پوله امنیتي کمربند جوړ شي.

افغانستان په شمال کې د مرکزي آسیا له درېیو هېوادونو ترکمنستان، ازبېکستان او تاجیکستان سره ګډه پوله لري.

د  سیاسي چارو کارپوهان وايي، له نړیوالې ترهګرۍ، نشه یي توکو او کډوالۍ سره مبارزه د نړیوالې ټولنې او یاد سازمان غړیو هېوادونو ګډ کار دی.

 د دوی په خبره، د مرکزي آسیا هېوادونه دې له دغو ننګونو سره د مبارزې لپاره له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « له دې امله چې ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانستان دنده نه ده او په یوازې توګه بریالی کېدای هم نه شي، زه هیله لرم چې د ګډو ګټو هېوادونه له ترهګرۍ سره په خپله ګډه مبارزه او دغه راز د نشه يي توکو او انسان له قاچاق سره په مبارزه کې د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره همکاري او ګډ اقدام وکړي؛ ترڅو هم افغانستان او هم د سیمې هېوادونه د بشري له دې ستر دوښمن یانې تروریزم نجات پيدا کړي، سوله او ثبات افغانستان او د سیمې هېوادونو ته را وګرځي.»

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي:« دا یوه ګران بیه مساله ده او دواړو لورو ته دا ښيي چې باید یو پر بل اعتماد ونه کړي او یو د بل ترمنځ امنیتي پوستې او تأسیسات جوړ کړي. غوره به دا وي چې د طالبانو حکومت له دغو هېوادونو سره خبرو ته کېني، د هغوی اندېښنې له نیږدې واوري او هڅه وکړي دغه اندېښنې رفع کړي. طالبان باید داسې زمینه برابره نه کړي چې دغه هېوادونه د افغانستان پر پوله نظامي تأسیسات جوړ کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت چې تل یې په افغانستان کې له ترهګرۍ، د نشه یي توکو له کښت او قاچاق سره په جدي مبارزې ټینګار کړی وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې هېڅ هېواد ته له افغان خاورې د ترهګرۍ ګواښ نه دی پېښ شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist