د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین ضیاالحق حقمل وايي، ټولې رسنۍ به خپل فعالیت ته دوام ورکوي او د تړلو په تړاو يې خپرې شوې آوازې او اندېښنې حقیقت نه لري.
حقمل زیاتوي، اسلامي امارت د رسنیو اړتیا او ارزښت ته په کتو، د ټولو رسنیو فعالیت اړین ګڼي او ملاتړ یې کوي.
د حقمل په خبره، که څه هم د اسلامي امارت مشرتابه د رسنیو د خپرونو په تړاو خپل علمي ملاحظات لري خو دوی ته تر اوسه د رسنیو د تړلو په اړه امر نه دی شوی.
هغه زیاته کړه: « د انځور او ویډیو خبره وشوه، ما پرون هم همکارانو ته وویل چې په دې برخه کې زموږ مشرتابه له علمي او شرعي پلوه ملاحظات لري. دا ملاحظات له دې وړاندې هم وو، خو دا چې رسنۍ اوس مهال یوه اړتیا ده او موږ د همدې اړتیا له مخې کار کوو، نو دا مهال داسې کوم حکم نه شته. په ځینو رسنیو کې اورو او تبلیغات کېږي چې د رسنیو تړلو حکم شوی، داسې کوم څه نه شته بلکې یوازې علمي ملاحظات دي.»
حقمل دا خبرې وروسته له هغې کوي، چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د اسلامي امارت مشرتابه د انځوریزو رسنیو د تړلو امر کړی.