Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: تېر کال ۲۸ زره نامستحقې کونډې، یتیمان او معلولین له ډېټابیس ایستل شوي

حقاني: تېر کال ۲۸ زره نامستحقې کونډې، یتیمان او معلولین له ډېټابیس ایستل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/09

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال له شمشاد سره په مرکه کې وایي، تېرو څلورو نیمو لسیزو جګړو افغان وګړو ته درانه ځاني او مالي زیانونونه اړولې دي.

مولوي عبدالحکیم حقاني زیاتوي، په ټول هېواد کې له ۶۵۰ زره ډېر یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي چې د مخکېني  حکومت او اسلامي امارت غړي په کې شامل دي.

د حقاني په خبره، په تېر یوه کال کې ۲۸ زره کونډې، یتیمان او معلولین نا مستحق پېژندل شوي او له سیسټم او ډېټابیس ایستل شوې.

حقاني زیاتوي: « د یوه هېواد لپاره ۶۵۰ زره ډېر لوی عدد دی. یانې دا چې دلته د جګړو او جهادونو له امله په دومره کچه ماشومان بې پلاره پاتې کېږي، ښځې کونډېږي او بې سرپرسته پاتې کېږي یا ځوانان د خپل وجود قېمتي غړي له لاسه ورکوي، دا ډېر غټ رقم دی؛ په ځانګړې توګه افغانستان غوندې هېواد لپاره چې د نفوس شمېر یې هم د یو شمېر نورو هېوادونو پرتله لوړ نه دی. زموږ د هېواد۴۰  برخه خلک کونډې، یتیمان او معلولان دي. سږ کال له دې لېست  ۲۸ زره تنه ایستل شوې، یو شمېر ښځې کونډې نه وې، ماشومانو پلار درلود او معیوب اصلا ً معیوب نه و.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال دغه راز وايي، د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د پېژندنې او نوم لیکنې بهیر ۹۸ سلنه بشپړ شوی.

 د ده په خبره، دا مهال د مخکېني حکومت او اسلامي امارت ټولو مستحقو کونډو او یتیمانو ته په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل معاش ورکول کېږي.

حقاني په دې اړه وايي: « کورنۍ ته خو په یوه نظام کې هم څوک څه نه ورکوي، خو د تېر حکومت د ملکي او نظامي افرادو کونډې او یتیمانو ته هغه څه ورکول کېږي چې د اسلامي امارت د غړیو کونډو او یتیمانو ته ورکول کېږي. سږ کال دغو کسانو ته د کال د دویمې روبعې امتیازونه هم په لومړۍ ربع کې ورکړل شوي دي.»

همدارنګه، حقاني د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لپاره اوسنۍ بودیجه کافي نه بولي او وایي، که چېرې اسلامي امارت له لوري ۱۶ میلیارده افغانۍ بودیجه په واک کې ورکړل شي، د ټولو شهیدانو او معلولینو د کورنیو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

هغه زیاته کړه: « که د ۱۶ میلیارده افغانیو په اندازه بودیجه منظوره کړي، انشاالله هېڅوک به هم زموږ له مرستې محروم پاتې نه شي.»

په ورته وخت کې حقاني وايي، هڅه کېږي د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته په ټولو ولایتونو کې د حرفوي زده کړو مرکزونه جوړ شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو پر له مخې، په پلازمېنه کې د معلولینو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره د مسلکي زده ‌کړو مرکزونه فعال دی او دغه وزارت هڅه کوي چې د زونونو او ولایتونو پر کچه نور مرکزونه هم جوړ کړي.

 د دغه وزارت مسوولین له نړیوالو مرستندویه سازمانونو غواړي چې خپلې مرستې له سیاست سره غوټه نه کړي او له سیاسي ملاحظاتو پرته خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist