د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیرجیسوال په یوه خبري کنفرانس کې کابل ته د یاد هېواد پلاوي د لیدنو په اړه مالومات شریک کړل.
د دې پلاوي مشري د هند بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ایران څانګې(اې،پي،آی) مرستیال او ځانګړي استازي جیتندر پال سېنګ کوله.
جیسوال افغانستان ته د هندي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو پر ګټه او مهم یاد کړی او زیاتوي چې یاد پلاوي د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له چارواکو د نورو مسایلو ترڅنګ د چابهار بندر له لارې د هند او افغانستان د صاداراتو او وارداتو پر لېږد هم بحثونه کړي.
جیسوال له افغانستان سره په تېرو څو کلونو کې د هند له خوا د شویو بشري مرستو یادونه هم وکړه او ډاډ یې وښود چې دغو مرستو او همکاریو ته به دوام ورکوي.
هغه په دې اړه وویل: « جې پي سېنګ د نومبر پر ۴ او ۵ کابل ته سفر درلود. د دې سفر په لړ کې یې د دفاع وزیر په ګډون له یو شمېر وزیرانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هند له سیاسي استازولۍ سره کتنې درلودې. له افغان چارواکو سره د چابهار بندر له لارې پر ټرانزیټ خبرې وشوې او دا چې دغه بندر څه ډول افغانستان ته د صادراتو او وارداتو لپاره وکارول شي. څه چې زموږ لپاره مهم دي او غواړم ووایم، هغه افغانستان ته د بشري مرستو رسول دي چې په تېرو څو میاشتو یا نږدې څو کلونو کې مو۵۰ زره مټریک ټنه غنم،۴۰ زره لیټره میلاتیون، ۳۰ ټنه درمل او د زلزله ځپلو لپاره ۲۸ ټنه بېړنۍ مرستې استولې دي. موږ به له افغانانو سره همکاریو ته ادامه ورکړو.»
کابل ته له راغلي هندي پلاوي سره د بهرنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سرپرستانو په جلا جلا کتنو کې د سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر ودې او دغه راز افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه شوې او د کابل او نوي ډهلي ترمنځ پر تعاملاتو ټینګارشوی.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، هند په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې لویې پانګونې کړې او له افغان لوري سره د اړیکو د ټینګښت لارې هڅه کوي چې خپله سوداګري د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته وغځوي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدران وايي: « که چېرې هند په دې برخه کې عمل وکړي، نو ورسره به د چابهار بندر کې د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شي او هم به د افغانستان اقتصاد نور هم ښه شي. همدارنګه که دوی افغانانو او سوداګرو لپاره د وېزو ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي، زموږ سوادګر به هند ته سفرونه ولري او تجارتي اړیکې به نورې هم ټینګې شي، دا کار به د افغانستان په اقتصاد کې ډېر لوی بدلون راولي او زموږ سوداګر به نورو هېوادونو ته له احتیاج او لارې بندېدو څخه خلاص شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « په سیاسي او تاریخي لحاظ د افغانستان او هند دوستي اوږد تاریخ لري او دا چې په دې وروستیو کې د هند یو استازی راغلی او د افغانستان له یو شمېر چارواکو او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي، دا یو مهم سیاسي پرمختګ دی. اوس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هند به د چابهار بندر له لارې به په لېږد رالېږد کې همکاري کوي. هو! چابهار بندر د همدې لپاره جوړ شو چې هند خپل توکي افغانستان او ورپسې منځنۍ آسیا ته صادر کړي.»
د افغانستان، پاکستان او ایران څانګې مرستیال او ځانګړي استازي جي پي سېنګ پر مشرۍ هندي پلاوی تېره اوونۍ کابل ته په دوه ورځيني رسمي سفر راغلی و چې د پخواني ولسمشرحامد کرزي په ګډون یې د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ د چابهار بندر له لارې پر صادراتو او وارداتو او دغه راز د اړیکو په پياوړتیا او پراختیا بحثونه وکړل.