Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې له ۳۲۰ کورنیو سره مرسته وشوه

کابل کې له ۳۲۰ کورنیو سره مرسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/07

له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې یوځل بیا په کابل کې پر سلګونه زیانمنو کورنیو مرستې ووېشلې.

د یادې ادارې سرپرست نور الدین ترابي وايي، په دغو مرستو کې د بېلا بېلو خوراکي توکو ترڅنګ د زیانمنو کورنیو د ماشومانو لپاره هم ځینې توکي په پام کې نیول شوي دي.

د ترابي په خبره، دغه مرستې یې د کابل ښار په درېیو ولسوالیو میربچه کوټ، بګراميو او پغمان کې د طبیعي پېښو له امله پر زیانمنو شویو ۳۲۰ کورنیو وېشلې دي.

د نوموړي په خبره، هڅه کېږي له ژمي وړاندې په ټول افغانستان کې اړمنو او زیانمنو کورنیو ته مرستې پیدا او ورسول شي.

ترابي په دې اړه وايي: « ۳۲۰ راشنه دي چې په هر راشن کې یو پارسل اوړه، یو پارسل وریجې، یو پارسل ۱۰ کیلیويي بوره او یو کارټن د یونېسف له لارې د ماشومانو لپاره چمتو شوي ۱۴ قلمه ژمني توکي او البسه ده چې د کابل ولایت د حوادثو ریاست له خوا د درېیو ولسوالیو میربچه کوټ، بګرامیو او پغمان ولسوالۍ د کلا حیدر سیمې زیانمنو شویو کورنیو ته وېشل کېږي.»

د کابل ولایت چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو د رامنځته کېدو په صورت کې، سرپرست حکومت ژمن دی چې د اړوند ادارو له لارې د خپلو ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کابل والي امین‌الله عبید وايي: « په هرځای کې یوه حادثه پېښيږي، طبیعي وي که غیر طبیعي؛ اسلامي امارت په خپل وخت د اړوند ادارې له لارې کولی شي د خلکو ستونزې حل کړي.»

په ورته مهال، زیانمنې کورنۍ له ورسره شویو مرستو خوښې دي او زیاتوي، وروستیو طبیعي پېښو درانه زیانونه ور اړولي او باید لا زیاتې مرستې ورسره وشي.

د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: « دا خلک ورښتونو او سېلابونو ځپلي او بې کوره کړي دي. موږ له دې مرستو ډېر خوښ یو او دا موږ ته ډېر څه دي.»

یو بل اوسېدونکی وايي: « له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې مې غوښتنه دا ده چې د افغانستان له خلکو او په ځانګړې توګه کروندګرو سره خپلې مرستې زیاتې کړي، ترڅو ټول خلک ترې برخمن شي.»

همدارنګه یوتن مرسته اخیستونکی وايي: « زموږ سیمه او ځایونه ږلۍ ووهل او ډېره خرابي یې وکړه. د پېښو له ریاست مننه کوو چې راغلل او پلټنه یې وکړه. زموږ باغونه ږلۍ له منځه یوړل خو دا مرسته به د خلکو ستونزې یوڅه هوارې کړي.»

د کابل والي امین‌الله عبید له ټولو مرستندویه بنسټونو او موسسو غوښتنه کوي چې د تېر په څېر له هغو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې د پېښو له امله زیانمن شوي.

عبید زیاتوي: « له ټولو خیریه بنسټونو غوښتنه کوو لکه څرنګه چې په تېر کې له افغانستان سره اوږه په اوږه درېدلي، له دې وروسته هم ادامه ورکړي.»

له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي اداره وايي، هوډ لري چې د مرستو دغه لړۍ په ولایتونو کې هم د طبیعي پیښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته وغځوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist