Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار ښاریان: خپلسرو ټرانسپورټي اډو ښاري بې نظمي جوړه کړې

ننګرهار ښاریان: خپلسرو ټرانسپورټي اډو ښاري بې نظمي جوړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/07

په دې وروستيو کې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې ګڼه ګوڼه او بې نظمي ډېره شوې او اوسېدونکي يې لامل د ښار په مختلفو برخو کې د خپلسرو ټرانسپورټي اډو زياتوالی بولي.

دوی وايي، د يادو اډو له امله خلک له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

 دوی زیاتوي، کله چې ناروغ تر روغتون رسوي، د ټرانسپورټي اډو د بې نظمیو له امله په ساعتونو د ښار په واټونو کې سرګردانه وي او روغتون ته نه شي رسېدای.

د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « ډېر زیات بيروبار دی، رېکشې بېځایه ولاړې دي، دومره رش یې جوړ کړی چې موږ کله ناروغ راواخلو تر صحت عامې رسېدای نه شو. هرچا په خپل سر اډه جوړه کړې او د سړک پر سر موټر ډکوي.»

د جلال آباد ښار یو تن بل اوسېدونک وايي: « دومره بیروبار دی، که چېرې ناروغ درسره وي یا د عاجل کار لپاره چېرته ځي، نو فکر وکړه چې درنه پاتې شول. علت یې دا دی چې خپلسرې اډې جوړې شوې او هرڅوک په خپل سر سورلۍ پورته کوي.»

همدارنګه، ښاریان ټینګار کوي چې مسوولین باید د ښار له پراختیا سربېره د موټرو او ریکشاوو لپاره منظمې اډې جوړې کړي، ترڅو ښار کې شته بې نظمي او ګڼه ګوڼه ختمه شي.

د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی په دې اړه وايي: « تاسو ګورئ چې د ژمي په راتګ سره ګڼه ګوڼه ډېره شوې. له چارواکو غوښتنه کوو چې د ګڼې ګوڼې او بېځایه اډو مخنیوی وکړي.»

که څه هم د ننګرهار ټرانسپورټ ریاست مسوولین په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو جلال ‌آباد ښار کې د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولین وايي، د ټرانسپورټ له ریاست سره په همغږۍ یې پر داسې طرحې کار پیل کړی چې له مخې به یې د ښار هرې سیمې لپاره ټکسي لاینونه مشخص شي.

د یوه ټرانسپورټي شرکت مسوول نقیب الله صدیقي وايي: « په دې طرحه کې داسې راغلي چې موږ به د رېکشو لپاره تم ځایونه مشخص کوو، ترڅو د ښار ګڼه ګوڼه ختمه شي او هر یوه ته مسیر معلوم شي. البته د مسیرونو معلومول د سټکرو په وسیله کوو، ترڅو روښانه شي چې کومه رېکشا په کوم لین کې وچلېږي.»

جلال آباد ښار کې د رېکشو زیاتوالی او د دوی لپاره د منظم سيسټم نه شتون، په ښار کې د بې نظمۍ او ګڼې ګوڼې لوی لامل بلل کېږي.

 د مالوماتو له مخې، اوس مهال ننګرهار کې د رېکشو شمېر ۱۸ زرو ته رسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist