که څه هم تېر ۲۰ کاله نړیوالو په افغانستان کې د نشه یي توکو د کرکیلې او ترورېزم د ختمولو په پلمه ۲ ۲۰ کاله جکړه وکړه او دا مهال بیا د اسلامي امارت سرپرست حکومت په افغانستان کې د نشه یي توکو کرکیله صفر شوې بولي، خو د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، سږ کال د يادو توکو په کرکيله کې د تېر کال پرتله ۱۹سلنه زیاتوالی راغلی.
د يادې ادارې له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، د افغانستان په ۱۲ زره ۸۰۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د تېر کال پرتله شاوخوا ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور یوه برخه: « د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال پرتله شاوخوا ۱۹ سلنه زیات شوی دی او پر ۱۲ زره۸۰۰ هکټاره ځمکه کرل شوي دي.»
له دې سره، د کورنيو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې معینت له جزئیاتو ورکولو پرته، د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې وروستی راپور له حقیقت له لرې بولي.
د نظر خاوندان هم د ملګرو ملتونو تازه راپور پر حقایو ولاړ نه بولي او په خبره یې، دغه سازمان غواړي پر افغانستان خپل سیاسي فشارونه جاري وساتي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په خواشینۍ سره باید ووایم چې ملګري ملتونه هم د لوېدیځو هېوادونو په څېر د افغانستان په اړه کره او بنیادي راپورونه نه ورکوي. کله وايي د نشه يي توکو کښت صفر ته رسېدلی او کله بیا د ستاینې پر ځای وايي چې زیات شوی. موږ نه پوهېږو دوی دا راپور له کومه کوي، آیا دوی په ریښتیا راځي افغانستان ته او بیا په کلیو او بانډو باندې ګرځي او که نه، د سیاسي موخو او فشارونو زیاتولو لپاره دا خبرې کوي یا هم دوی په خپله غواړي د مخدره توکو د لویو مافیا او کړیو ملاتړ وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « دا راپور چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو اړوند څانګې خپور کړی، له نورو نړیوالو راپورونو سره توپیر لري؛ ځکه کله چې انګلستان وايي د سټلایټ انځورونو له لارې په ډاګه شوې چې افغانستان کې د نشه يي توکو کښت له ۹۵ سلنو ډېر کم شوی، نو دا راپور بیا کوم ځای ښيي. دا خبرې بیا هم د سیسټماټیک فشار لپاره دي ترڅو د خپلو سیاسي ګټو او ستراتیژیک عمق پلی کولو له لارې، د دوی په خوښه حکومتوالي رامنځته کړي.»
له دې وړاندې په ځلونو د سرپرست حکومت له خوا ویل شوي چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کرکیله يوازې په يوه فرمان صفر شوې ده.