Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقمل: هڅه کوو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزې حل کړو

حقمل: هڅه کوو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزې حل کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/07

په شمال ختیځ زون کې د خبریالانو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ د همغږۍ په موخه ناسته جوړه شوه.

ناسته کې چې د شمال ختیځ زون د ټولو ادارو ویاندویانو او یو شمېرخبریالانو برخه اخیستې وه، د اړوند وزارت له خوا په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وشوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین ضیاء الحق حقمل ناسته کې د وینا پر مهال وویل، هڅه کوي اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې خنډونه او ستونزې هوارې او نوی قانون مطبوعاتو ته په واک کې ورکړي.

حقمل په دې اړه وايي:« د امربالمعروف وزارت په قانون کې یو مورد راغلی چې په اړه یې توضېحات زموږ لپاره هم سخت دي. باید له رهبرۍ یوڅه تفصیلات واخلو، موږ په دې اړه له امربالمعروف وزارت معلومات اخیستي او راته ویلي یې دي چې د قانون د تفصیل لپاره په یوه بل سند کار روان دی چې په کې د قانون تفصیلات وړاندې شوي. همدارنګه د رسنیو د قانون په اړه هم کار شوی، امیرالمؤمنین ته د توشېح لپاره استول شوی و، خو د ځینو موضوعاتو تفصیل ته اړتیا وه، ځکه بېرته موږ ته استول شوی و.»  

په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي مسوول رحمت الله نړیوال وايي:« اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست پوره هڅه کوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې که چېرې خنډونه وي، هغه له منځه یوسي. خنډونه به خامخا شتون ولري، ځکه حالات دغسې دي. دا چې یو نظام تر بل توپیر لري او هر نظام خپل اصول لري، نو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې به هم توپير موجود وي، خو زموږ د ریاست پوره هڅه دا ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تضمین کړي.»

په دغه ناسته کې د یوشمېر ادارو ویاندویانو او خبریالانو ټینګار وکړ چې دغه ډول ناستې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې مهمې دي او باید دوام ورکړل شي.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي: « بېله شکه دا یوه ګټوره غونډه ده، هم موږ یو څه زده کوو او هم د ګډونوالو ترمنځ اطلاعات شریک کېږي. زموږ وړاندیز دا دی چې دغه شان پروګرامونه نور هم جوړ شي.»

ځايي خبریال فخرالدین وايي: « دا یوه ډېره ګټوره ناسته وه، هیله لرو دغه شان ناستې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په غرض په ټولو ولایتونو کې جوړې شي. د یوه خبریال په توګه غوښتنه کوم چې د اسلامي امارت حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د رسنیو قانون ژر تر ژره تصویب کړي.»

صدرالدین : « د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د دې ډول ناستو جوړېدل ډېر ښه دي؛ ځکه چې د حکومت او خبریالانو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي او دغه راز سبب کېږي چې ادارات خپل اړوند اطلاعات په ټاکلي وخت د خبریالانو په واک کې ورکړي.»

خبریال اکمل رحماني د انځوریزو رسنیو د تړل کېدو په تړاو اندېښنه لري او وايي: « دا مهال هر پروګرام چې په افغانستان کې د خبریالانو لپاره جوړېږي، یو مثبت ګام دی او خپلې ګټې لري؛ ځکه چې خبریالان یو ډول اندېښنه لري او دا چې که انځوریزې رسنۍ وتړل شي، خبریالان نه شي کولی خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، ورته ناستې به په ټولو ولایتونو کې تر سره کړي ترڅو د خبریالانو او چارواکو ترمنځ اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې شته ستونزې حل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist