Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مالدیف په اسلام آباد کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر سره د خپل سفیر لیدنه بې اجازې بللې

مالدیف په اسلام آباد کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر سره د خپل سفیر لیدنه بې اجازې بللې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/05

په اسلام آباد کې د اسلامي امارت له سفير سرداراحمد شکېب سره د مالدیف سفیر له رسمي لیدنې دوه ورځې وروسته، اوس د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یادې لیدنې په تړاو بې ‌خبري ښودلې.

په دې تړاو د مالدیف بهرنیو چار وزارت په اعلامیه کې راغلي، لیدنه د مالدیف د حکومت له اجازې او خبرولو پرته شوې.

که څه هم په اعلامیه کې ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت د خپل سفیر له دې عمل وروسته ځېنې ګامونه اوچت کړي.

د اعلامیې یوه برخه: « د مالدیف حکومت غواړي ووايي چې په اسلام آباد کې د مالدیف د سترې کمېشنر او د افغانستان استازي ترمنځ وروستۍ لیدنه د مالدیف حکومت په خوښه او اجازه نه وه ترسره شوې. له لیدنې وروسته د مالدیف حکومت په دې تړاو مناسب اقدام ترسره کړی.»

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، دغه هېواد د افغانستان په تړاو یو اړخیز اقدام نه کوي او په دې اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کړنلاره او دریځ تعقیبوي.

په دې لیدنه کې چې د روانې نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمه‌ ییزو ګټو د نښلوونکي هېواد په توګه د افغانستان پر بدلېدو خبرې شوي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل ‌احمد نادم وايي: « د هر شي لپاره به ضرورت نه وي چې سفیر اجازه واخلي، ځکه دا ملاقاتونه دومره اړین نه دي چې سفیران یې په تړاو له بهرنیو چارو وزارت اجازه واخلي. که چېرې مهم مسایل وي د هغو هېوادونو د سفیرانو له خوا پېشنهاد شوی وي او مهمه مساله وي، بیا دوی کولی شي له دولت سره تماس ونیسي او مشوره وکړي.»

ځېنې نور بیا په درېیم هېواد کې له یو بل سره د سفیرانو رسمي لیدنې د ډېپلوماټیکو اصولو له مخې د دوی حق ګڼي او وايي، دغه شان لیدنې د ډیپلوماټیکې دستګاه له اجازې پرته ترسره کېدای شي.

خو دغه قضیه د افغانستان په تړاو هغه مهال توپیر کوي چې اسلامي امارت تر دې دمه د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندلی شوی او همدې ته په کتو ښايي یو شمېر هېوادونه دې ته ورته ځینو برخو کې محافظه ‌کارانه چلن وکړي او د راتلونکو احتمالي عواقبو له ویرې دا ډول احتیاطي ګامونو پورته کولو ته اړ شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د دواړو سفیرانو ترمنځ دغه لیدنه د دوی په سپارښتنه نه ده شوې یا ممکن وي به، خو بیا هم دغه سفیر حتمي له کومې مرجع نه مشوره ترلاسه کړې ده، خو که چېرې یې هېڅ مشوره هم نه وي ترلاسه کړې او په خپل سیاسي یا ډيپلوماټک نوښت یې دا کار کړی وي، هغه په دې پوهېږي چې د افغانستان موضوع په راتلونکې کې ډېره مهمه ده.»

سره له دې چې سرپرست حکومت پر نړیواله کچه د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د روسیې او چین په شمول د سیمې او ګاونډ له ګڼو هېوادونو سره سیاسي او ډیپلومټیک تعاملات لري.

د اسلامي امارت چارواکو په دې موده کې په ځلونو له نړۍ سره د پراخو هراړخیزو اړیکو د ټينګښت خبره کړې او ټولو خواوو ته پر متقابل درناوي ولاړو همکاریو لاس اوږد کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist