وچکالي، د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د ژورو څاه ګانو کېندل او د اوبو بې ځایه لګول د دې لامل شوي چې د هریرود – مرغاب سیندیزه حوزه کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۳ تر ۷ مترو ټيټه شي.
د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې مسوولین وایي، د باران اوبو جذب او تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمو تغذیې کولو په موخه په هرات کې د څاه ګانو کېندلو هوډ لري.
د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې سلاکار سيد حسن فضلي وايي: « هغه ښاریان چې په ښاري ساعتونو کې تر ځمکې لاندې اوبو ګټه اخلي، د اوبو کمښت د جبران لپاره دې هڅه وکړي چې د سیندیزې حوزې ادارې ته مراجعه وکړي، ترڅو په ودانیو کې د باران اوبو زېرمه کولو لپاره کېندل شوي څاه ګانې په معقوله او منظمه توګه وشي او ورسره تر ځمکې لاندې اوبو یوه برخه بېرته جبران شي.»
بله خوا، د هرات اوسېدونکي هم تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمو کمېدو ته اندېښمن دي او ټینګار کوي چې اوبه باید په سمه توګه مدیریت شي.
دوی وایي، د اوبو کمښت یې ژوند ستونزمن کړی او خلک دې هم بې ځایه د اوبو له لګولو په ډډې کولو سره خپل مسووليت اداء کړي.
د محمد په نوم د هرات اوسېدونکی وايي: «موږ په کانال کې برمه وهلې او له هغې ټانکر ډکوو. دوه تر درې ساعته په نوبت کې درېږو او په دې توګه خپلې اوبه پوره کوو.»
د هرات اوسېدونکی یوسف په دې اړه وايي: « اسلام د اوبو له اصراف ممانعت کړی، دولت هم مکلف دی او دنده لري چې د رسنیو له لارې خلک د اوبو سپمولو ته وهڅوي.»
محبالله هم د هرات اوسېدونکی دی او په دې اړه اندېښنه لري، وايي: « په کلیو کې وینو چې د ځمکې سر اوبو نه شتوالي له امله کروندګرو ژورې څاه ګانې کېندلې او له سولر تختو په ګټه اخیستنې د ځمکې لاندې اوبه راباسي. که څه هم دا کار له یوې خوا د سرسبزۍ لپاره ښه دی، خو باید اصراف په کې ونه شي ترڅو موږ تر ځمکې لاندې اوبو له کمښت سره مخامخ نه شو.»
که څه هم په هرات ښار کې د اوبو رسولو د یو شمېر شبکو له امله، تر ځمکې لاندې اوبو د کچې کموالی لږ محسوس دی، خو د دې ولايت په ولسوالیو کې زياته پيمانه خلک له دې ستونزې سره مخ دي.