Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غیاث الدین: د ښوونځیو او مدرسو ترمنځ باید  توپیر له منځه ولاړ شي

غیاث الدین: د ښوونځیو او مدرسو ترمنځ باید  توپیر له منځه ولاړ شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/04

شاوخوا ۳۰۰  تنه د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت له لوري د مدرسو د مسلکي پراختیا د غړیو ظرفیت لوړونې په اړه جوړ شوي سیمینار ته بلل شوي.

د دغه وزارت ارشد سلاکار غیاث الدین وايي، هڅه کوي د اصلاحي تخنیکونو په کارولو سره د ښوونځي او مدرسې ترمنځ توپير له منځه يوسي.

د غیاث الدین په خبره،  په تېر کې مدرسو ته پاملرنه نه ده شوې او وړانديز کوي چې په ولایتونو کې دې د ولایت پر کچه سترې مدرسې جوړې شي.

غیاث‌الدین په دې اړه وايي:« اوس هغه وخت دی چې موږ په ښوونځیو کې د دې ملت او بچیانو لپاره یو لوی ارزښتناک اسلامي خدمت وکړو. د همدې لپاره جناب امیرالمؤمنین امر وکړ چې د ښوونځیو په داخل کې باید د ټولو ښوونځیو آمرین دیني عالمان وي. په هر ښوونځي کې باید پنځه تنه جید علماء داخل شي. په شته محدود مدرسو کې هغه ښوونکي وګومارل شي چې د اسلامي او دیني فرهنګ عقیده او افغاني احساس لري، ترڅو په دیني مدرسو کې عصري علوم تدریس کړي.»

خو دا څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې د پوهنې وزارت اداري معين صبغت الله وصیل په غونډه کې خبريالانو ته د خپلې وېډيو او کليپ د اخيستلو اجازه ورنه کړه.

وصیل په غږیز کلیپ کې د ظرفیت لوړونې په برخه کې دغه ډول سیمینارونه اغېزناک ياد کړل او په خبره یې د هرې ولسوالۍ لپاره یې څلور بستونه ځانګړي کړي، ترڅو په مدرسو کې د زده ‌کړو له بهیر او د ښوونکو له ظرفیت څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه:« تقریبا ً یو دوه اوونۍ به یې نه کېږي چې اسلامي امارت دا اعلان کړی چې مسلکي ښوونکي د مدرسو په برخه کې به ځي، مکتب په مکتب او لېسه په لېسه به ګرځي او دا به ګوري چې د دې استاد د تدریس طریقه څنګه ده، د ظرفیت لوړولو ته اړتیا لري که نه، که اړتیا لري نو دارالمعلمین ته یې ولېږو، د زونونو پر کچه د دارالمعلمینو تشکیل شته او دا په ډاګه کړو چې یوې میاشتې کورس ته اړتیا لري که یوې اوونۍ ته. نو الحمدالله د ښوونځیو په برخه کې هغه طرحه زموږ موجوده ده او هغه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې چې لرې هم یوه ولسوالۍ پرته ده، موږ کوشش کړی چې هلته هم تشکیل وغځېږي. »

د ظرفیت لوړونې دا څلور ورځنی سیمینار چې په تدریسي او اداري برخو کې وړاندې کېږي، په مرکز کې پیل او لړۍ به يې ټولو ولایتونو ته پراخه شي.

چارواکي وایي، هڅه کوي له همدې لارې په ټولو دارلعلومونو کې د وړتیا له مخې استادان وګوماري.

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د دارلعلومونو رئیس عبدالقدوس وايي: « دا پروګرام چې نن وشو، دا د کابل مرکز لپاره و. لکه څرنګه چې معین صاحبانو وویل، الحمد الله امارت اسلامي او د پوهنې وزارت رهبري ژمنه ده چې دا ظرفیت لوړونې له مرکز شروع شي چې نن شروع شوه، ولایتونو ته به غځول کېږي په نوبت او تدریج سره. د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت په هڅو  باندې د هر ولایت لپاره اوه تنه په مرکز کې غړي لري او په هره ولسوالۍ کې څلور تنه تشکیل لري. د ظرفیت لوړونې دغه پروګرام به انشاالله له کابل  شروع  او نورو ولایتونو ته به غځول کېږي.»

څو ورځې وړاندې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال هم د پوهنتون له استادانو سره په کتنه کې ویلي وو چې اسلامي امارت ته عصري او دیني زده ‌کړې یو ډول ارزښت لري او له ځوانانو یې وغوښتل چې په هره برخه کې اړتیا ته په کتو عصري زده ‌کړې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist