Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصادي مرستیالي: روان کال هېواد کې ۱۶ لویې او کوچنۍ پروژې پرانیستل شوې

اقتصادي مرستیالي: روان کال هېواد کې ۱۶ لویې او کوچنۍ پروژې پرانیستل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/04

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ وايي، د روان ۱۴۰۳  کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ لویې او کوچنۍ اقتصادي او بنسټیزې پروژې پرانیستل شوې.

د اقتصادي مرستیالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه پروژې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري د انرژۍ، اوبو مدیریت، زیربناوو او بنسټیزو سکټورونو په برخو کې دي چې عملي چارې یې پیل شوي.

اقتصادي مرستیالۍ زیاته کړې، په دې ډله کې د څه باندې ۲۲میګاواټه لمریزې برېښنا، د طوطي میدان د ګازو استخراج، د کابل ارغندې سبسټېشن، پاشدان، پلتوني او آغاجان د اوبو بندونه، د نیله باغ هستوګنیزه پروژه، د خواف هرات ریل لارې پروژو ترڅنګ د کابل-جلال‌ آباد او کابل-غزني دویم لین سړک او د هرات-غور د سړک رغولو په څېر پروژې شاملې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي: « د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې تر دې مهاله د انرژۍ، زېربناوو، ټرانسپورټ او اوبو مدیریت په برخو کې ۱۶ بېلابېلې پروژې پرانیستل شوې دي. په دغو پروژو کې د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا، د ارغندۍ سب سټېشن پراختیا، د پاشدان، پلتوني او آغاجان بندونو پرانیستل، او د کابل – جلال آباد او کابل – غزني دویم لین سړکونو پرانیستل شامل دي.»  

د اقتصادي چارو شنونکي په هېواد کې د ورته اقتصادي پروژو پرانیستل نه یوازې د هېواد په اقتصادي وده کې ګټورې ګڼي، بلکې د بېوزلۍ په کمولو کې یې هم مهمې بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « همدغه پانګونې چې د کوچنیو او منځنیو پروژو په برخه کې دي، د لویو پروژو او لویو پانګونو لپاره فرصتونه برابروي. دا ځکه چې همدا پروژې دي چې د لویو پروژو یا لویو پانګونو اجناس ترلاسه کوي یا یې دوی خپله په مصرف رسوي. په دې ډول د لویو پروژو د تطبیق لپاره د تقاضا کچه لوړېږي.»

ځېنې نور بیا په دې اند دي چې اوس مهال ډېری افغان ځوانان په هېواد کې د کاري فرصتونو نه شتون له امله په غیرقانوني او قاچاقي لارو ګاونډیو او اروپايي هېوادونو ته ځي، دغه شان اقتصادي پروژې کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد‌ یونس ځدراڼ وايي: « دا پروژې د بېکارۍ له منځه وړلو لپاره، بهر ته زموږ د ځوانانو د تګ منع کېدو لپاره حکومت ته اړتیا ده چې په لویو پروژو عملي کار شروع کړي؛ ترڅو زیاتره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي. همدارنګه باید په افغانستان کې دننه فابریکو ته توجه وشي او لا ډېرې فابریکې ایجاد شي. په دې کې به یوه ګټه دا وي چې د افغانستان زیاتره وګړي به پر کار بوخت شي او بله ګټه به یې دا وي چې زموږ به صادرات زیات شي.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم مهاله په هېواد کې د قوشتپې کانال او  ټاپي په څېر د لويو پروژو عملي کارونه پیل شوي چې ټولیز لګښت یې میلیونونه افغانیو ته رسېږي او ډېری هغه يې له کورنیو عوایدونو تمويل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist