د فراه ولایت اوسېدونکي ۳۳ کلنې زینب په تېرو جګړو کې خپل خاوند له لاسه ورکړی او اوس د ۶ ماشومانو پالنه ورله غاړې ده.
زینب وايي، د خپلو ماشومانو مړولو او پالنې لپاره هېڅ نه لري.
د زینب په خبره، نه یوازې د خوراک او پوښاک لپاره څه نه شته، بلکې د اوسېدلو لپاره مناسب ځای هم نه لري او له دې امله تل ځورېږي.
زینب زیاتوي، د خپلو بچیانو د مړولو او نفقې لپاره اړه ده چې د سړکو پرمخ له خلکو خیرات راټولولو ته لاس اوږد کړي، ترڅو اولادونه یې ماښام وږي وېده نه شي.
هغه په دې اړه وايي: « وروره! دا ماشومان باید سرپرست او خپل کور ولري، ترڅو په کې واوسېږي. دلته مې هم نه پرېږدي، وايي بل ځای لاړه شه. حتا که یوه خټینه کوډله هم وي چې دا ماشومان په کې ژوند وکړي.»
د دغې بېوزله ښځې د اولادونو له ډلې تر ټولو مشر د هغې اته کلن زوی محمد دی. لوی ارمان يې سرپناه لرل او ښوونځي کې لوست کول دی.
د محمد په خبره، زړه یې غواړي د نورو ماشومانو په څېر ښوونځي ته لاړ شي، ډاکټر یا انجنیر شي، خو خپلې بي وسۍ ناهیلی کړی.
د زینب زوی محمد وايي: « غواړم موږ ته یو سرای راکړي ترڅو شپه په کې تېره کړو. ما په ښوونځي کې شامل کړي ترڅو ډاکټر یا انجینر شم.»
دا یوازې د زینب کورنۍ نه ده چې په فراه ولایت کې ژوند بې کوره، بې سرپرسته، بېوزله او تریخ تېروي، بلکې دې ته ورته نورې ډېرې ښځې او ماشومان شته چې د سرپرست حکومت او اړوند مرستندویه ټولنو مرستو ته يې سترګې دي.
د حلیمې په نوم یو بله بې سرپرسته ښځه وايي: « راته وايي چې خاله سمه نه یې بدبخته شوې، تلفات دې نه دي ورکړي او څوک دې نه دي مړه شوي. هره ورځ دوه درې ځلې راځي، په خدای نن مو پیسې پور کړي ترڅو نجلۍ واستوو.»
د فراه د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شته ستونزو پر حل سربېره وايې، د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې یې شاوخوا ۴ زره یتیمانو او بې سرپرسته ماشومانو ته څه باندې ۲۱۰ میلیونه افغانۍ وېشلې دي.
د فراه شهیدانو او معلولینو چارو رییس برهان الدین حلیم وايي: « په مجموع کې ۳ زره ۸۷۷ کسان کېږي، په ۱۴۰۳ کال کې موږ ته مراجعه کړې، خپل اسناد یې طی مراحل کړي. ۲۱۰ میلیونه، ۳۰۹ زره افغانیو په اندازه باندې موږ دوی ته د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له حمل میاشتې تر سنبلې پورې حقوق ور رسولي دي.»
د فراه شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولینو د مالوماتو له مخې، روان کال په فراه کې۲ زره ۱۱۶ معلولینو ته هم۵۶ میلیونه افغانۍ وېشل شوې دي.