له هېواده بهر د اوسني حکومت د مخالفو جهتونو، سیاسي خوځښتونو او فعالانو د غونډو په دوام، د ترکيې په استانبول ښار کې یو شمېر سیاسي فعالانو او د تېر جمهوري نظام ځېنو چارواکو د بندو دروازو ترشا غونډه کړې.
د ناستې ګډونوال جعفر مهدوي وایي، د استانبول په غونډه کې هېڅ یوه ګډونوال جګړه او تاوتریخوالی د افغانستان د ستونزو د حل لاره نه ګڼي او د ټولو سیاسي ډلو ترمنځ د مذاکراتو پراهمیت ټینګارشوی.
هغه زیاتوي:« افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په ترکیه کې د خبرو ترسره کول یو تاریخی مسوولیت بولم. زه هیله لرم د اسلامي امارت چارواکي دغه ارزښتناک اسلامي او ملي مسوولیت درک کړي او د ریښتینو خبرو اترو لپاره مناسب او اغېزناک ګامونه پورته کړي. هو! ویلی شم چې د استانبول په غونډه کې هېڅ یوه ګډونوال جګړه او تاوتریخوالی د افغانستان د ستونزو حل لاره نه ګڼي او د ټولو سیاسي ډلو ترمنځ د صادقانه خبرو پر اهمیت ټینګار کوي.»
د استانبول ناستې د بندو دروازو ترشاه دوه ورځې ادامه لرله او د ملي خبرو او اترو د بهیر لومړۍ ناستې په نوم جوړه شوې وه.
په ناسته کې د افغانستان د روان وضعیت د بیا کتنې او د شته ستونزو له منځه وړلو او سیاسي ثبات ته د رسېدو لپاره د ممکنه حل لارو په اړه بحثونه شوي.
د سیاسي چارو کارپوهان د سياسي ډلو ترمنځ اختلافات او د تاوتريخوالي پالیسۍ تعقیبول حل لار نه بولي او په خبره يې، اوسنۍ ننګونې او شته اختلافونه د سياسی خبرو له لارې د حل وړ دي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر په دې اړه وايي: «هېڅ یوه هغه ناسته او کنفرانس چې له هېواده بهر د بهرنیانو په مرسته یا د هغوی له خوا تنظیم شوې وي، تر اوسه د افغانستان پر ګټه پای ته نه دي رسېدلي. همدارنګه هېڅ یو حکومت چې په بهر کې جوړ شوی یا د بهرنیانو له خوا جوړ شوی، د افغانانو لپاره یې خوشالي نه ده راوړي.»
خو اوس پوښتنه داده چې د استانبول غونډې پایلې به د افغانستان په روان وضعیت څه اغېز ولري؟
د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال دغه پوښتنه دا ډول ځوابوي: « د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت غوښتنه کېږي چې د هېواد د اوسنیو واکمنانو په توګه، د افغانستان د خلکو، سیاسي ګوندونو، سیاستوالو، خپلواک شخصیتونو او ټولو ملي او افغاني خوځښتونو لپاره د افغانستان ملي ګټو او دیني ارزښتونو ته په کتو د خبرو اترو زمینه برابره کړي؛ ترڅو ټول سره راټول شي او د افغانستان په بیارغولو کې فعاله ونډه واخلي.»
که څه هم اسلامي امارت د استانبول غونډې او د ګډونوالو د څرګندونو په تړاو څه نه دې ويلي، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت لوړ پوړ چارواکو د هېواد له سیاسي څېرو غوښتي وو چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.