Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصادي مرستیالي: تېر کال د ۳۵۵ کوچنيو بندونو جوړولو چارې پيل شوې

اقتصادي مرستیالي: تېر کال د ۳۵۵ کوچنيو بندونو جوړولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/03

د رياست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په تېر يوه کال کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د سلګونه کوچنيو بندونو یا چکډیمونو د چارو له پیل خبر ورکړی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د هېواد پر کچه ۳۵۵ چکډیمونو جوړولو پروژې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له خوا پیل شوې، له ډلې یې د ځینو چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د فطرت په خبره، دغه پروژې د سرپرست حکومت له بودیجې تمویلیږي.

فطرت زیاته کړې: « اسلامي امارت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هېواد پر کچه د ۳۵۵ چکډیمونو پروژې پيل کړې وې چې  ډېری یې بشپړې شوې او ګټه اخیستنې ته سپارل شوې دي. دغه پروژې د سکټوري وزارتونو له لوري جوړې شوې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدرۍ وزارت ۱۳۸ چکډیمونه، د اوبو او انرژۍ وزارت ۱۱۷ چکډيمونه، د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت ۱۰۰ چکډیمونه جوړ کړي او دغه ټول د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې تمویل شوي دي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي د سرپرست حکومت له خوا د یاد شمېر چکډيمونو جوړول د هېواد اقتصادي ځان بسیاینې لپاره حیاتي بولي او زیاتوي، د دغو بندونو جوړېدو سره به په هېواد کې وچکالي مهار شي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدارڼ وايي: « په افغانستان کې د چکډیمونو د پروژو پلې کول دوه ګټې لري. یوه دا چې موږ او تاسو په راتلونکې  کې د وچکالۍ له ستونزو سره نه مخ کېږو، د افغانستان د اوبو سطحه ورځ په ورځ تیټېږي او داسې پروژې کولی شي چې د دې ستونزې مخنیوی وکړي. بله ګټه یې دا ده چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې چې کوم خلک بې کاره دي، د دغو پروژو په پلي کولو سره به دغو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د دوی اقتصادي ستونزې حل کېږي.»

ځېنې نور بیا په دې اند دي چې د چکډيمونو جوړیدو سره به د ځمکې لاندې اوبو زېرمې هم تقویه شي او کرنیز سکټور به لا وده وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیلاب سمندر وايي: « په اوبو باندې د مدیریتي بندونو او چکډیمونو جوړول نه یوازې دا چې د هوا د پاکۍ لپاره ګټور دي بلکې تر ځمکې لاندې اوبو د زخیرو زیاتېدو باندې هم مثبت اغېز لري. همدارنګه د زراعتي سکټور د پياوړتیا لپاره یوه له اساسي لارو چارو ده چې ورسره د کرنې سکټور او د بزګرانو چارې ډېرې پياوړې کېږي او د دوی زراعتي ستونزې ورسره حل کېږي.»

دغه پروژې په داسې حال کې پيل کېږي چې د پلازمېنې په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو سطحې ټیټیدو سره پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی کم شوی او د ناپاکو اوبو کارونې له امله ناروغۍ زیاتې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist